د شاه شجاع الملک ماڼۍ؛ راولپنډۍ

شجاع الملک چي واک ته له رسېدو وروسته [شاه شجاع] سو، د ۱۷۸۵ع کال په نومبر کي د يوسفزۍ مور څخه د تيمورشاه په کور کي وزېږېد، د پېښور خانانو د هغه په پيدا کېدو تيمورشاه ته مبارکۍ ورکړې او هغه هم د ورېښمو شالونه چي خلګو به سر په تاړه، ورکړه.
تېمورشاه خپل زوی ته ځانګړي ښوونکي او شاعران په سبق او شعر زده کولو وګومارل او شجاع ډېر ژر د شعر ويلو سليقه زده کړه.
د پلار له وفات وروسته پر تخت دده سکه ورور شاه زمان کښېناست خو ژر د کابل او جلال اباد تر منځ د شينوارو په کلا کي ونيول سو او د بل مرېزي [ناسکه] ورور شاه محمود لخوا شاه زمان په سترګو ړوند کابل بالاحصار کي بندي سو.
شجاع پر کابل يرغل وکړ، ښار ته ننوت، خپل ورور شاه زمان ئې خوشي او پر ځای ئې شاه محمود بندي کړ، شپږ کاله وروسته شجاع کندهار ته پر سفر وو چي شاه محمود د يوه کس په ملګرتيا له زندانه ووت او کابل يې ونيو.
د ۱۸۰۹ کال د جون په میاشت کي شاه شجاع له خپلي اووه سوه کسيزي کورنۍ او ړوند شاه زمان په ګډون له کندهاره کوټي او له کوټي د ږوب پر لار پېښور ته ولاړ.
خو پېښور کي بېره ډېره وه او راولپنډۍ ته ولاړل، هلته ئې يوه ماڼۍ جوړه کړه چي د هغه وخت له شهکارو ودانيو څخه ده.
دا نو داسي وبوله چي دوی [شاه شجاع او د هغه ورور زمان شاه] د جلاوطنۍ په وخت کي په راولپنډۍ کي د دایمي استوګني لپاره د حویلی په څیر کور جوړ کړ چي د راولپنډۍ کوټوالي هم وه چي د پوليسو په شکل به شاه شجاع د خلګو ستونزي هوارولې، راولپنډۍ دا وخت کله د سيکانو او کله د افغانانو په لاس کي د هند سره وروستۍ ښار وو، څو کاله وروسته چي سيکانو راولپنډۍ ونيوه، نو دا ودانۍ رنجيت سينګ د ناستي د پاره وټاکل سوه او د انګرېزانو د راتګ سره سم دا د پولیسو صدر تاڼه وه چي اوس هم پکښي پوليس اوسي.
شاه زمان په دې کور کي اټکل ۲۵ کاله تير کړي او د لوى افغانستان نوميالى دغه نوميالۍ امپراتور ۱۸۴۴ع کال مړ او په سرهند كي خاورو ته وسپارل سو.

لیکنه: سردارولي پښتونزوی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button