مينه/ ګل الرحمن رحماني

که رانه وپوښتې چې مينه څه وه؟
زما ځواب به همدا وي چې مينه
د عرش تر لمرين سيوري لاندې
د ابادو او سمسورو غرونو له لمنو
هغه را الوتې او لار ورکې زرينه مرغۍ وه
چې د ستورو له دريڅو راووته
او زموږ تر خاورينې او د انسان د غرور
تر سوځېدلې او بيا غوړېدلې دنيا را ورسېده
يو مازديګر چې زه د خپل نيکه او انا ادم او حوا
د کيسې تفسير ته ناست وم
د همدې مرغۍ سوې نغمې
په خپل جادو کې را ونغاړلم
پاڅېدم او دغه پردېس موجود ته مې د زړه کړکۍ پرانېسته
خو هغه ددې پر ځاى زما د اروا په بڼ راښکته شوه
هلته يې په يوه داسې ونه کې ځاله وکړه چې لا يې نوم نه درلود
د مينې مرغۍ د ښاپېرو جامې واغوستې
او زما اروا د کوربه پر ځاى د پردېسې مرغۍ په څېره کې ننوته
زموږ د ملګرۍ لومړى کال عادي پېژندګلوي وه
او ژوند ته مو د بې ساري درنښت نوم ورکړى و
په دويم کال نور هم سره نږدې شوو
او ژوند ته مو د خوږلت او ګرانښت نومونه غوره کړل
هغه زما خوږه پرښته او زه يې شيرين راز ساتوتکى شوم
درېيم او څلورم کلونه مو له ګيلو، شکايتونو او خپګانونه سره مل، خو نهايت ښکلي وو
يو بل ته مو نوي نومونه او لقبونه غوره کړل
د پنځم کال له پسرلي سره يوه بل جنتي کيف غېږه راکړه
له زړونو راووتو
له سترګو او نظرونو سره مو مخه ښه وکړه
د يوه او بل په ذهن او لاشعور کې هست شوو
اوس هغه ماته ژوند وايي
او زه ورته خپله بشپړونکې دنيا
اوس ماته د هغې د زړه او دې ته مې د باور
ساتلو مقدسه دنده ور په غاړه ده
هغه وايي: د انسان د شعور سترګې هغه وخت غړېږي چې مين شي
او زه وايم: مينه د شعور پرانېستې کړکۍ ده، چې د حقيقت د لمر ځلانده وړانګې ورڅخه را لوېږي

١٤٠٢، د غبرګولي ٢مه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button