هغه 11 کسان څوک دي چې نه به د وېرې احساس کوي او نه د خواشینۍ؟

1- ﴿فمن اتبع هُداي فلا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
(چاچې زما د هدایت متابعت وکړ نو په هغوی به نه وېره وي او نه خواشیني)
2- ﴿من آمن بالله واليوم الآخر وعمل صالحاً فلهم أجرهم عند ربهم ولا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
(چا چې په الله او د اخرت په ورځ باور وکړ او نیک عمل یې وکړ د هغوی اجر له الله سره دی، نه به پر هغوی وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
3- ﴿من أسلم وجهه لله وهو مُحسنٌ فله أجره عند ربه ولا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( چا چې خپل ځان الله ته تسلیم کړ، نو د هغه اجر له الله سره دی نه به پرې وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
4- ﴿الذين يُنفقون أموالهم في سبيل الله ثم لا يُتبعون ما أنفقوا مَنًّا ولا أذى لهم أجرهم عند ربهم ولا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( هغه کسان چې خپله شتمني د الله په لاره کې لګوي، بیا له لګښت وروسته نه زباد کوي او نه زورونه کوي، د دوی اجر له الله سره دی، نه به پرې وېره وي او نه به خواشیني کیږي)

5- ﴿الذين ينفقون أموالهم بالليل والنهار سِراً وعلانية فلهم أجرهم عند ربهم ولا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( هغه کسان چې خپله شتمني شپه او ورځ په پټه او ښکاره لګوي،د دوی اجر له الله سره دی، نه به پرې وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
6- ﴿إن الذين آمنوا وعملوا الصالحات وأقاموا الصلاة وآتوا الزكاة لهم أجرهم عند ربهم ولا خوف عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه کوي، لمونځ کوي او زکات ورکوي، د دوی اجر له الله سره دی، نه به پرې وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
7- ﴿ولا تحسبن الذين قُتلوا في سبيل الله أمواتا بل أحياء عند ربهم يرزقون ۝ فرحين بما آتاهم الله من فضله ويستبشرون بالذين لم يلحقوا بهم من خلفهم ألا خوف عليهم ولا هم يحزنون﴾.

( تاسې په هغه چا د مړو ګومان مه کوئ چې د الله په لاره کې وژل شوي وي، بلکې دوی د الله په نزد ژوندي دي او رزق ورکول کیږي، په هغه څه خوشاله دي چې الله تعالی له خپل فضل نه ورکړي دي، او د هغو كسانو په باره کې ډېر خوشالیږي چې له دوی نه وروسته په دوی پسې لا نه دي ور رسېدلي، دا چې په دوی باندې هیڅ وېره نشته او نه دوی غمژن کیږي)

8- ﴿فمن آمن وأصلح فلا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( چا چې ایمان راوړه او د ځان اصلاح یې وکړه، په دوی نه وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
9- ﴿فمن اتقى وأصلح فلا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( څوک چې ووېرېده او د ځان اصلاح یې وکړه، په دوی به نه وېره وي او نه به خواشیني کیږي )
10- ﴿ألا إن أولياء الله لا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
خبردار چې د الله تعالی په ولیانو به نه وېره وي او نه به خواشیني کیږي )
11- ﴿إن الذين قالوا ربنا الله ثم استقاموا فلا خوفٌ عليهم ولا هم يحزنون﴾.
( بېشکه هغه کسان چې ویې ویل زموږ پالونکی الله دی او بیا ټینګ ودرېدل، نو نه به پرې وېره وي او نه به خواشیني کیږي)
..الله تعالی دې موږ له همدې خلکو څخه وشمېري چې نه پرې وېره وي او نه غمژن کیږي.

لیکنه: شرر ساپی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button