غزه د نېشنېلېزم د تشرېح بېلګه!

د نېشنېلېزم تعريف زموږ په مخ کې تشرېح کېږي، غزه لمبه کېږي او د عربي هېوادونو نېشنېلېزم ثقل نه لري او د بويناک لوګي په څېر فضا کې خورېږي…
هلته غزه د سر سخته مقاومت وروستۍ نښه او د فلسطين د قضيې وروستى مورچل دى چې د اس-رائيل او غرب په وړاندې تنها ولاړه ده، خو پر همدې غزې اس-رائيلي بمونه دلته په عربي او اسلامي هېوادونو کې دا له پېړۍ نه مسلط نېشنېلېزم څخه ټيزونه وباسي.
د اسلامي هېوادونو قدوه عربي ملتپالنه نن پر ميدان لوڅه ده بدن يې بربنډ دى او اس-رائيل پرې لکه يابو تېرى کوي، دا تېرى اصلاً د عثماني سلطنت په ړنګېدو پيل شوى و او دا نن چې پر عربي نړۍ واکمن دي؛ ډېرى يې د همدې تېري ناجايزه محصول دى.
کله چې مرام ورک شي او موخې کوچنۍ شي او په وړه جغرافيه کې لاپسې تجزياتي شي نو لوى ارمانونه خپله شړېږي.
دا لنډ زموږ په وطن کې چې زموږ موخې لوى وې او ارمانونه مو لا پسې لوى وو نو زموږ د وطن بريدونه په اصفهان او په ډهلي وو، خو د موخو په کمي کې موږ اوس دا موجوده جغرافيه کې داسې را ايسار يو چې دلته هم په تجزياتي مسيرونو کې د قامي فاشيسم عناصر د ګډ ژوند منکرين دي.
د اسلامي هېوادونو لپاره قامپرستي د ځانځانۍ داسې ښامار دى چې خپله همدوى خوري، حل يې د اسلامي جهانبينۍ بيا احيا ده.

لیکنه: وحیدالله مصلح

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!