د ‏اسلامي هېوادونو حقیقت

عرب لیگ پر پنځو مادو وېشل سوې مسوده چمتو کړه چي د عرب لیگ د غونډې او د اسلامي همکاریو د سازمان OIC د سرمشریزي د یوځای کیدو له امله ئې تصویب کېدل ممکن نه سو.
هغه بندونه چي د ۱۱-یولسو هېوادونو لخوا تصویب سوي او د ۴-څلورو هېوادونو لخوا رد سوي دي:
① په عربي هېوادونو کي د امریکا د تأسیساتو پر وړاندي غبرگون او هغوی د ازرائـ.ـیل د هر ډول نظامي ملاتړ څخه راگرځول؛ یعني هغوی ته د وسلو او مهماتو د رسولو په شمول.
② له اسرائیل سره د عربانو د ډیپلوماتیکو، اقتصادي، امنیتي او فوځي اړیکو پرې کول.
③ د اسرائیل د تېــري د مخنیوي او فشار لپاره د تیلو او عرب اقتصادي امکاناتو کارولو گواښ.
④ د اسرائیل د ملکي هوايي چلند او د عربي هېوادونو هوايي حریم ته د هغوی د الوتـــنو جدي مخ نیوی کول.
⑤ د عرب وزیرانو یوه کمېټه جوړول چي سمدستي به نیویارک، واشنگټن، بروکسل، جنېـوا، لندن او پاریس ته سفرونه وکړي تر څو په غزه باندي د ازرائیـ.ـل د تـېري د بندولو غوښتنه د عربو سرمشریزې لخوا نړئوالو ته وړاندي کړي.
هغه یولس عرب هېوادونه چي د دې مسودې وړاندیز او ملاتړ ئې وکړ:
√ فلسطیـ.ـن، سـ.ـوریه، الجیریا، تونس، عراق، لبنان، کویټ، قطر، عمان، لېبیا او یمن
کومو څلورو هېوادونو چي دا مسوده رد کړه د هغوی نومونه رسماً ندي افشاء سوي؛ او د هغو هېوادونو نومونه هم پټ ساتل سوي چي غوښتل ئې په دې قضیه کي بې طرفه پاته سي. البته د هغوی نومونه غیر رسمي سرچینو ذکر کړيدي چي په لاندي ډول دي:
سعودي عرب، بحرین، مراکش او متحدہ عرب امارات

محمدهاشم شاهین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button