و مکروا ومکرالله والله خیر الماکرین

بدبختانه پنځه لسیزی تیری شوی چي زموږ د هیواد لپاره روغه ورځ یو خوب او یا خوږ نقل ګرځیدلی ده چي خپلواک او د ملت د خوښی نظام راسي د نړۍ استعمارګر د یهودو مزدوران یې خراب کړي او د پنجاب په نس کې اوربل او د کولمو درد یې مرګونی شي.
اوس راتلونکئ ناورین د افغانستان د مهاجرو او د کونړ د اوبو په سر طرحه شوی ده نتیجتا به د افغانستان په تجزیه تمامیږي، یوه برخه به خراسان او بله پښتونستان بلل کیږي.
د دښمن هڅه هم داده د دی لپاره پخواني چارواکی ، د آی ایس آي افغاني لاس پوڅي ، پښتون غورڅنګ او پښتون ملت پال ګوندونه ، قومي جوړښتونه ، داعش او ټي ټي پی ګمارل شوي دي ترکیه ، اسلام اباد ، دوشنبه او تهران کې مسلسل مجلسونه لري.
اسلامي امارت باید خپل داخلي او بهرني سیاست ته پوره پاملرنه وکړي او د دښمن شوم اهداف خنثا کړي.
د ایران او اقصی په څیر مو یو ځل بیا هیواد په وینو رنګ نکړي ښه مثال یې بدبخته ایران د حماس یی حمایه کړ توغندي یې ورکړل په اسرایلو یې د طوفان الاقصی په نوم بریالي عملیات تر سره کړل ولی په دفاع کې یې ځان شاته کړ د غزی مسلمانان یې په داسي وحشت شهیدان کړل چي د بشریت په تاریخ کې ډیری کمې ورته خونړۍ پیښی ثبت شوی دي.
د اسلامي دولتونو د وهن حالت خپل اوج ته رسیدلی ده اسلامی کانفرنس او عرب لیګ غونډه را و غوښتل شوه د مسلمانانو امید و چي د غزی د مظلوم اولس حمایت به وکړي یو موټی اسرایل به و خوري بد بختانه د امریکا او یهودو مادیاتو دومره زلیله کړی و چي مجلس یې بی نتیجی ختم شو حتی د اقتصادی او سفارتي تعلقات د پریکون پیشنهاد وشو هغه هم تاید نشو فقط دومره وویل شو چي اسرایل دی عام اولس نه وژني فعلا د غزی په ښار کې یو روغتون هم پاتي نده زخمیان د سړک په سر خپل رب ته روح سپاري د امید هیوادونه ترکیه ، مصر او پاکستان ټول په شا شول په دغه راز حالاتو کي د افغانستان ځوان قشر ته په خواله رسنیو او مجالسو کې ډیر دقت او عقلانیت په کار ده د پردي تبر لاستی باید جوړ نشي.
په اخره کې یو ځل بیا خپل مجاهد او متدین قیادت ته درخواست کوم چي خپلی پالیسۍ په دقیق ډول فلټر او بیا پیاده کړل شي.

لیکنه: ډاکټر احرار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button