کندهار کې نامعلومو کسانو یو ۹ کلن ماشوم وژلی

عزم: (دوشنبې، د لړم ۳۰مه، ۱۴۰۲)؛ د کندهار سیمهییزې ځایي سرچینې وایي، د دغه ښار په اوومه حوزه کې نامعلومو کسانو یو نهه کلن ماشوم وژلی دی.
سرچینې وویل، دا پېښه پرون (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د کندهار ښار اوومې حوزې اړوند «کوبي» کلي رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د دې نهه کلن ماشوم جسد له وژل کېدو وروسته یاده سیمه کې غورځول شوی او قاتلان یې له سیمې تښتېدلي دي.
ورته مهال د کندهار پولیسو د دې ماشوم هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې په دې تړوا یې یو تن مشکوک کس نیولی او پلټنې یې ترې روانې کړې دي.
د دوی په خبره، یاده پېښه شخصي انګېزه لري او د قضیې تر بشپړېدو وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.