د کرنې وزارت یو پلاوی په رسمي سفر ازبکستان ته ولاړ

عزم: (دوشنبې، د لړم ۳۰مه، ۱۴۰۲)؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او مالدارۍ مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سفر کړی.

دغه وزارت وایي، دغه پلاوی به د ازبکستان د اوبولګولو وزارت له مسولانو سره د غنمو او پنبې د اصلاح شویو تخمونو روزنې، د څاڅکو اوبولګولو سیستم ترویج، د بڼوالۍ پراختیا، د افغانستان په وچو او شاړو دښتو کې د پانګونې او په یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې او تړونونه لاسلیک کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button