ادیان او ساینس
نیل ډیګرس ټایسن په یوه مرکه کې له سټیفن هاکینګ څخه پوښتي چې د دینونو راتلونکی څنګه ارزوئ؟
هاکینګ ور ته وایي چې آدیان د ساینس په زمانه کې د ټینګې نه دي، ځکه پخوا خلک په دې نه پوهېدل چې نړۍ څنګه جوړه شوې او موږ له کومه شوي یوو، خو اوس دا او دې ته ورته مسائل د ساینس دایرې ته داخل شوي او هلته یې علمي ځوابونه موندلای شو. خو هاکینګ پسې زیاتوي چې د بشر په شتون کې به ادیان بیا هم ځکه موجود وي چې ډېری خلک د هغو مسایلو او پوښتنو په پار دین ته پناه ور وړي او ځانونه اراموي چې دوی یې ځوابونه نه لري. (هاکینګ د ساینس په پرمختګ سره فلسفه هم له منځه تلونکې بولي، مګر دا نظر یې هم بې بنسټه دی، ځکه ساینس کشفول کوي، سلبیات نه دي. کوم ځای ته چې نه وي ور رسېدلی، هلته فلسفه چلېدای شي.)
که وګورو د دین په اړه د هاکینګ لیدلوری قانع کوونکی نه برېښي، ځکه دی د ساینس او دین “فلسفه”، “موضوع” او “هدف” سره یو ځای کوي، په داسې حال کې چې دا هر څه سره بېل دي.
فکر نه کوم چې دین پالونکو انسانانو یوازې د کائناتو او ملموسې نړۍ د ځینو پېښو د ساینسي میکانیزم پېژندلو لپاره دینونه غوره کړي وي! بالخصوص مسلمانانو!
ساینس نه شي کولای هغه مسائل ټول را وسپړي کوم چې آدیان په خپل میتود بیانوي، او نه ادیان په ساینسي میتود مخ ته ځي. مثلاً: ساینس مو پوهولای شي چې کائنات دومره وخت مخکې دغسې پیدا شول، انسان داسې پیدا شو او نور. خو دې ته هېڅ ځواب نه لري چې دا هر څه ولې پیدا شوي دي؟ یعنې ساینس د “څنګه” پوښتنې ځوابوي، خو د “ولې” سوال ته څه نه شي ویلای. خو له بل طرفه، د ادیانو سر و کار له “ولې” سره دی. مثلاً: زموږ د دین له مخې د انسان او کائناتو د پیدایښت لپاره دلایل ویل شوي چې ولې پیدا شوي دي.
د ادیانو او ساینس تر منځ بل ښکاره تفاوت دا دی چې دین حکم کوي، خو ساینس یوازې خپله خبره کوي. مثلاً: ساینس وایي چې نشه روغتیا ته تاوان رسوي، خو د حراموالي یا حلالوالي په اړه یې هېڅ هم نه وایي. خو له بلې خوا، زموږ دین بیا فقط حکم کوي چې نشه حرامه ده، باید و نه شي، مګر په ساینسي میخانیکیت یې یوه خبره هم نه را ته کوي چې ګټه لري که تاوان.
نو بنااً، نه ساینس د ادیانو ځایناستی کېدای شي او نه هم په ادیانو باور یوازې د کائناتو په اړه د ساینسي پوهې د کمښت له سببه دی. د دې دواړو میتودونه، سرچینې، اهداف، موضوعات او فلسفې سره بېلې دي.
لیکنه: وکیل احمد عزیزي