د رغنيزو پروژو پلي کېدو به ډېرو ته کاري بوختياوې رامنځته شي

په دې اوس ټول پوهېږي چې په هېواد کې د تېرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړو، ناخوالو او ناوړه اغېزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونې او بیارغاونې ته ډېره اړتیا لري، البته له دې هم سترگې نه شو پټولی چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د امنیتي چاپېریال د رامنځته کېدو ترڅنګ د ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیا رغاونې ته هم پاملرنه زیاته شوې او عملآ د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو او د عامو خلکو د استوګنیزو کورونو د تخریب د مخنیوي، ولسونو ته د کار د زمینې برابرولو او د ځمکې لانــدې اوبو په سپما کې په موخه او هم په ځینو نورو اړینو برخو کې ډېرې پروژې پلې شوي او دا لړۍ لا پسې دوام لري، ترڅو د دا ډول پروژو په عملي کولو سره له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیاوې را منځته شي او له بله پلوه هېواد مو ورځ تر بلې د آبادۍ او ښیرازۍ پر لور مخ پر وړاندې لاړ شي.
له شک پرته چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ارگانونو د هڅو په لړ کې د ځینو موسسو له لوري د ډول ډول ټولګټو پروژو د هر اړخیزو پروگرامونو د تطبیق او گټې اخیستنې بهیر او د هېواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړ ده، ځکه چې تر اوسه یې د خلکو له لومړیتوبونو سره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه او تطبیق کړې، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د هېواد آبادۍ، سمسورتیا او ښیرازۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو ترڅنگ د مرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې لا هم جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغېزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولګول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زموږ جگړه ځپلی هېواد آباد، ودان، سمسور او ښیرازه شي. دغه راز به گڼ شمېر هېوادوالو ته په ورځني ژوند کې له بې شمېره ستونزو او کړاوونو سره لاس او گریوان دي،دوی ته د سالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زموږ هېواد آباد او ودان شي او له بله پلوه به گڼ شمېر بې کاره او بې روزگاره هېوادوال چې د کارموندنې لپاره بهرنیو ملکونو ته د تللو تکل لري دوی به هم د بیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن او ربړوونکي حالت څخه وژغورل شي او په کور دننه به له سالمو بوختیاوو برخمن او د افغانستان په آبادۍ او ښیرازۍ کې به هم عملآ په ښه ډول برخه واخلي او په دې توگه به زموږ هېواد ورځ تربلې د ترقۍ او پرمختگ کوټلي ګامونه پورته کړي.

لیکنه: شاه محمود درویش

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button