په طبابت کې د ږيرې خرېيلو تاوانونه

لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده هر هغه څه چې اسلام پرې امر کړی او د اسلام د امر پرځای کولو تر څنګ ګڼې طبي ګټي لري. ږیره ده ږیره هم د رسول الله (صلی الله علیه والسلم ) له سنتو څخه ده، او همدا راز رسول الله (صلی الله علیه والسلم)، صحابه وو، تابعینو، مجتهدینو، او زموږ اسلافو یې د پريښودلو په اړه جدي لارښوونې کړي دي، ږیره چې د اسلام له نظره واجب بلل شوې، د مخ تر ټولو ستره ښکلا ده. پرمخ ګڼه ږیره د لمرد مضره وړانګو (اولټرا وایلټ ) مخه نیسي، دغه وړاڼګې آن د جلد یا پوست د سرطان ناروغۍ سبب ګرځیدای شي، د ږیري ویښتان د یوه طبیعي فلتر په توګه کار کوي او د پزي د ویښتانو په څیر د حساسیت مخه نیسي. ږیره د دوبي په موسم کې مخ له لمره ساتي او په ژمي کې له یخنۍ څخه، ږیره په هرموسم کې د نارینه وو د مخ ساتنه کوي خرېیلي ږیره بکتریا او ویروسونه جذبوي او د مخ پوستکی زیانمنوي، نو د ږیري په خریلو سره د انسان صحت ته نقصان رسیږي او په مختلیفو ناروغیو باندي اخته کیږي. طب پوهانو د ږیري د پريښودو ګڼې ګټې او د خرېیلو یې زیات شمیر نقصانات بیان کړي، چې په دي مقاله کې ما د ځینونقصاناتو څخه ذکر کړی دی. اسلامي شریعت هم د ږیري په پریښودلو زیات ټینګار کړی او دا یي د فطرت او د رسول الله (صلی الله علیه والسلم ) د امرخلاف کارګڼلی دی ، د ږیري په خرېیلو سره د مشرکینو، کفارو، مجوسو او ښځو سره مشابهت راځي چې له دې څخه رسول الله (صلی الله علیه والسلم) منع کړې او لعنت یې پرې ویلی دی.

د ږيرې خرېيلوڅخه منځ ته راتلونکې ناروغۍ

د برلين پوهنتون ډاکټر (مور) د ږيرې پر پرېښودلو،خرېيلو، د خرېيلو پرچاړې صابون او برسو باندې څه تجربې کړې چې په (ماهنامه صحت) کې يې په داسې ډول رڼا اچولې، چې د خرېيلو څخه پوستکي ته ډير زيات تاوان رسېږي د ږيرې په خرېيلوکې دا حرص وي چې يو ويښته يې هم پاتې نه شي اوڅو څو وارې چاړه پري را کشوي ترڅود زيات ښايست سبب شي د دوې په اند چې د دې څخه پوستکی حساس (sensitive) کېږي چې په نتيجه کې پوستکی د ناوړو ناروغيو زانګو ګرځي د خرېيلو پرمهال پرمخ باندې په قوت سره ماشين او يا چاړه راکشول کېږي چې پوستکی زخمي کېږي خو دا زخم په سترګو نه ليدل کېږي چې په پايله کې پوستکی وچوې او خارښت ورڅخه محسوسېږي چې په اسانۍ سره پوستکي ته ميکروبونه د زخمي شوي ځاي څخه داخلېږي له همدي کبله هغه کسان چې ږيره خرېيې د پوستکي د مختلفو ناروغيو په درشل کې وي چې د لومړي ځل لپاره (impetigo) په نامه سره وړي دانې پرمخ راپورته کېږي اوله دې څخه ورسته (sycosisbardqe) په نامه سره د پوستکي سخت سوزش ورسره مل شي چې پايلې يې ډيرې ناوړې وي. چې له جملې یي ځني دغه ناروغۍ پیدا کیږي:

۱ـ پرمخ دانې. ۲ـ د مخ د پوستکي وچوالی چې د پوستکي د پريکېدو التهاب اونورو کړاوونو سبب کېږي .

۳ـ د مخ د پوستکي چاودېدل .۴ـ دانې اوچاوديدل يو ځای.

۵ـ عامې وړې دانې .۶ـ ايګزيما. ۷ـ د مخ د طبعي رنګ تيښته. ۸ ـ د پوستکي د هرمعمولي شي سره حساسيت (الرجي ) .

د ږيرې د خرېيلو اولنډولو څخه دا ناروغۍ هم منځ ته راځې

اول: د زړه ناروغۍ:

۱-دزړه ناروغي.( (Some Heart Disease ۲- د زړه د خارجي پوښ التهاب (Pericarditis) ۳- د زړه تېزحرکت چې دا کله منظم اوکله غيرمنظم وي (Palpitation)

۴- د زړه غيرمتوازن حالت (Paroxysmal)۵- د زړه د عضلې يو ډول سخت درد، چې زړه ته پوره اکسېجن ونه رسېږي (Angina Pectoris)۶- د زړه د ضربان غيرمنظموالی زيات ياکم (Cardiac Arrhythmia)

دوهم: عصبي ناروغۍ

۱- د سر درد (Head Ache)۲- نيم سيری، د نيم سردرد (Migraine۳- د عصبي مزو درد (Neuralgia)

۴- د اعصابو التهاب ((Neuritis.

د ريم: د پوستکي ناروغۍ

۱ـ د پوستکي درد يا د پوستکي التهاب(Dermatitis)

۲ـ د پوستکي سوخت او سوزش چې چرک ولري (Eczema)

۳ـ تور وزمه او تورداغونه (Freckles)

۴ـ خارش (scabies).

د ږيرې په خرېيلو د لندن پوهنتون څېړنې

د لندن په ( اُمت نيوز) کې دا خبره خپره شوه چې هغه خلک چې ږيرې خرېیي (۷۰) په سلوکې دمختلفو ناروغيو ښکاردي چې دا خبره د (يونيورسيټي اف بريسټول) په يوڅيړنيز خبرکې خپره شوې ده د (BBC News) مطابق د جنوبي ويلز په کيرفيلې ښارکې پر(۲۰۰۰) نفرو کې چې عمرونه يې تر (۲۰) کلونو پورې رسېدل د ا څيړنې وشوې چې هغه خلک چې (clean shave) يعنې بريتونه او ږيرې دواړه خريې د پوستکي په مختلفو ناروغيو اخته دي.(ultraviolet rays and shaving beard) بنفشي وړانګې په رڼاکې شتون لري چې دا وړانګې د مخ پر پوستکي ژوره اغيزه کوي اوپه نتيجه کې د مخ پوستکی تور وي. دا وړانګې د پوستکي د غد و نظام سره ګډوډ کوي چې د مختلفو ناروغيو سبب کېږي. (ډاکټرمور،ماهنامه صحت،برلين پوهنتون،دعوت ويبپاڼه، www.Dawat.com).

د ږيرې خرېيلو واله په بېلا بیلو تنفسي، حساسيتي اومکروبي ناروغيو اخته کېدای شي، ثابته شوې چې په دوامداره توګه څوک ږيره خريي نو دپاکې په وسيله يې د سترګو عصب کم ځواکه کېږي چې پايله يې د ليدو د قوي په کموالي تمامېږي يعنې نظريي کمېږي .د ږيرې په خرېيلو سره اوس مهال خطرناکې ناروغي لکه تور زيړی، ايډز، د پوستکي بېلا بېلې ناروغي ليږد کولای شي يو ستر عالم وايي چې تراوم نسل پورې که څوک په مسلسل ډول ږيره وخرېيي نو اتم نسل يې شنډ يا عقيم ګرځي لامل يې هم دا دی چې د ږيرې په خرېيلو سره د انسان مني ورو،ورو کموالی پيداکوي ترڅوپه نشت واوړي دوکتور هومر وايي ږيره په انسان کې مېړانه شجاعت حوصله مندي اوهمت پيداکوي او خرېيونکې يې له دغه ټولو ځانګړتياو څخه بې برخې وي دی وايي چې ږيره خرېيونکې ښځینه ځانګړتياوې غوره کوي د لاوري اوزړه ورتيا يي کمېږې ويره اوبې زړه توب يې په شخصيت کې راژوندي کېږي د ږيرې خريونکې غاښونه د حفاظت سره، سره خرابېږي د ږيرې خرېيلو سره چې پاکې مخ ګروي نو د وخت نه مخکې په کې ګونځې پيداکېږي.

پر ږيره پرېښود لو او ږيره خرېيلو د يوه عرب محقق نوې څيړنې :

د لوی څښتن تعالی (جل جلاله) په فطري جوړښت کې بې شانه ګټې پېچلې دي، او دا هرعقلمند، ساينس پوه او حکيم ته اوس معلومه ده چې زه اوس د ږيرې پرارزښت باندې څه رڼا اچوم:

دانسان پوستکی پردوه قسمه دي:

۱- ريښتينی (حقيقي) پوستکی چې ورته کوريم

( Corium) وايي۔

۲- غيرريښتينی (غيرحقيقي) پوستکی چې ورته کوټيکل

( Cuticle) وايي۔

غيرحقيقي پوستکی د حقيقي پوستکي ژغورنه کوي، ريښتينی پوستکی د بهرنیو صدماتو له اغېزو څخه ژغوري، او نه پرېږدي چې حقيقي پوستکي ته څه زيان ورسيږي، د دې لپاره لوې خداې (جل جلاله) په مخ کې د ټريفيشل ((Trifacil په نامه سره مواد پيداکړي چې دنده يې دا ده چې د مخ اوخولې عضلاتو ته خوځښت ورکوي او دا ماده د ږيرې په خرېيلو سره کمزورې کېږي، اوخپل اصليت له لاسه ورکوي چې په اصل کې د انسان فطري د فاعي قوه (Immunity Power) کمزوری کېږي او د ډېرو خرېيلو په نتيجه کې خارش پيداکېږي او د خرېيلو په ډېر تکرار سره يوقسم جراثيم په نامه سره پيداکېږي چې دا جراثيم د زړه د ناروغيو، د اعصابود ناروغيو اود پوستکي د ناروغيو اصلي عامل ګرځي، او د انسان پر رجوليت باندې هم مستقيمې اغيزې لري، او انسان کمزوری کوي، او رجوليت ته ئې تاوان رسېږي.

په ږيره باندې د ډاکټرايلوپټهک نوې څېړنې:

۱ـ دږيرې په وار وار سره خريل دسترګو رګونه اغېزمن کېږي اوسترګي کمزورې کېږي

۲ـ ږيره دستوني اوسينې مضرجراثيم ختموي اونه يې پرېږدي چې پر ستوني اوياهم پرسينې حمله وکړي .

۳ـ که چېرې اووه نسلونه ږيره وخريي نو اتم نسل چې راځي يوخو به يې ږيرې نه وي اوبل دا چې ماده منويه به يې ډيره کمزوري او يا هم د نشت سره برابروي .

۴ـ ډاکترهومر په دې اند دی چې ږيره خريل غلامي ده چې د استقلال، شجاعت، حوصله، همت اوغيرت ختموي او د ږيرې د خرېيلو له کبله نزله، زکام اوټوخی ډير ژراغيزه کوي . او اوږد مهاله کېږي .

۵ـ ږيره اٌورۍ ټينګي ساتي .

۶ـ ږيره درلودل اوبيا ږيرې ته تيل ورکول د مخ نور زياتوي اوپوستکي يې تازه ساتي.

۷ـ د ږيرې په خرېيلوسره د خولې اومخ عضلات کمزورې کېږي.

۸ـ د ږيرې خرېيل د مخ ټوله ځلا له منځه وړي .

۹ـ د ږيرې ويښتان په مستقيم ډول سره د ماده منويه سره اړيکې لري د بيلګې په ډول سره که يوهلک پيدا شي او (خصيې) ونلرې نو د دې هلک ږيره نه راځي اوکه چېري يو هلک د بلوغ څخه مخکې (خصيې) وېستل شي د دې هلک نه ږېره راځي اونه يې آواز بدلون مومي چه دا يو منلی نړيوال طبي حقيقت دی اوپرخصيو اوماده منويه هم ژوره اغيزه کوي.

نو د ږيرې په پرېښودلو کې چه فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کوم امرکړی، په دې کې هم دنيوي ګټې شته اوهم اخروي ګټې اوس ډير ساينس پوهانو حکيمانو اوطبيبانو د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) پراحاديثو باندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مختلفې څېړني کړي او لا هم جريان لري چې ورځ په ورځ د اسلام د حق دين حقانيت ټولې نړۍ ته څرګندېږي په ځينو څيړنو کې ډاکټرانو هغو ناروغانو ته چې د غاښونو د ناوړه ناروغيو ښکار دې دا توصيه کړې ده چې ستاسو لپاره يواځنی علاج د ږيرې پريښودل دي اوبس .

پايله:

ږیره د ښکلا او جمال منبع ده ، د ښکلایز اړخ وراخوا ږیره ګڼې ګټې هم لري پرمخ ګڼه ږیره د لمرد مضره وړانګو (اولټرا وایلټ ) مخه نیسي . د ږیرې ویښتان د یوه طبیعي فلتر په توګه کار کوي او د پزې د ویښتانو په څیر د حساسیت مخه نیسي. د قراني ایتونو او هغو احادیثو په رڼا کې چې د ږیرې پرېښودلو په باره کې راغلي دي صراحتاً دا معلومېږي چې د ږیري خریل او کمول په اسلامي شریعت کې حرام او ناروا دي،ځکه د ږیري پرېښودل او بریتونو لنډول په ټولو اسماني شریعتونو کې پخواني سنت دي او د ټولو انبیاء کرامو اتفاقي سنت دي ، نو ګویا کې دا یو فطرتي څیز دی چې ټول خلک په دې فطرت کې پیدا شوي دي دا چې ږیره پرېښودل د ټولو انبیاؤ سنت دی نو هرکله چې په یو عمل باندي د ټولو پیغمبرانو تواتر ثابت شي او نبي (صلی الله علیه وسلم) هم په کې ډېر تاکید کړی دی لکه چې فرمایلي دي ( د مشرکینو مخالفت وکړئ ږیري اوږدې کړئ او بریتونه لنډ کړئ). (بخاری ۸۷۵/۲ عن ابن عمر) نو دېته موږ د واجبو نوم ورکولی شو یعنې ږیره پریښودل واجب دي. نو د ټولو مسلمانانو ځوانانو څخه مي هیله دا ده چې ږیره په خپل حال پرېږدي ځکه چې په دې کې هم دونیایي ګټې دي او هم اخروي او د سړيتوب یوه لویه نښه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!