د دعاء په اړه لنډ او ګټور معلومات!

د لسان العرب او تاج العروس په حواله: دعاء په لغت کې د يوڅه غوښتلو ته ويل کيږي.

او دعاء په اصطلاح کې هغه انشائي کلام دی چې په غوښتلو دلالت کوي سره له خضوع.

امام خطابي – رحمة الله عليه – د دعاء په اړه په خپل ځانګړي کتاب (شأن الدعاء) کې ليکلي دي:«الدعاء: استدعَاءُ العَبْدِ رَبهُ -عز وجل- العِنَايَةَ واستمدادُه إياه المَعُوْنَةَ.
يعني د بنده له خوا له خپل رب څخه پاملرنه او کومک غوښتل دعاء ده.

امام خطابي – رحمة الله تعالی عليه – د دعاء د حقيقت په اړه زياتوي چې الله تعالی ته د افتقار اظهار او په «لا حول ولا قوة» باندي باور لرل د دعاء حقيقت ده، دعاء د عبادت او بنده‌ګۍ ځانګړې نښه ده، په دعاء کې د الله تعالی ستاينه ده، په دعاء کې الله تعالی ته د جود او کرم نسبت کيږي. رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي: «الدعَاءُ هُوَ العِبادة» رواه الترمذي وأبو داؤد.

امام نووي – رحمة الله عليه – په خپل کتاب (الأذکار) کې ليکي چې د فقهاو، محدثينو او د ټولو طائفو د جمهورو علماو هغه که سلف دي که خلف دي دا يې مذهب دی چې دعاء مستحب ده؛ الله تعالی فرمايي: سورۀ غافر. آية نمبر (٦٠)
ژباړه: ستاسي رب وايي: «ما وبولئ، زه به ستاسي دُعاوي قبولي کړم»
الله تعالی په بل آيت شريف کې فرمايي: سورۀ أعراف. آيت نمبر (۵۵).
ژباړه: خپل پالونكى په زاریو او پټه سره بولئ.

دا چې دعاء بهتره ده او که رضا بالقضاء او له دعاء څخه سکوت بهتر دی؟
په‌دې اړه امام نووي – رحمة الله عليه – په خپل کتاب (الأذکار) کې له قُشَيْري – رحمة الله علیه – څخه نقل کوي او ليکي چې: ځيني علماء فرمايي «دعاء عبادت ده، لهذا دعاء تر سکوت او رضاء بالقضاء بهتره ده، رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي: «إِنَّ الدُّعَاءَ هُوَ الْعِبَادَةُ» مسند أحمد، حديث نمبر (18057). بل دا چې په دعاء کې الله تعالی ته د بنده له خوا د افتقار او عاجزۍ اظهار ده چې بهتري لري.

ځيني نور علماء بيا وايې چې د الله تعالی تر حکم لاندي د بنده سکوت بهتري لري او د الله تعالی په تقدير باندي رضاء تر دعاء أولی ده.

خو دريمه طائفه وايې چې بنده بايد په ژبه دعاء وکړي، او په زړه باندي د الله تعالی په قضاء باندي راضي وه‌اوسي؛ که دغسي وکړي نو دواړه نيکمرغۍ به يې ګټلې وي.
اﻷﺫﻛﺎﺭ للإمام النووي. صفحه نمبر (609‌)

د دعاء د فضيلت په اړه بيخي زيات آيتونه او أحاديث راغلي دي، يوڅو به يې ذکر کړو:
الله تعالی فرمايي: سورۀ بقرة آيت نمبر﴿١٨٦﴾
ترجمه: او كله چې بندګان مې زما په اړه له تاپوښتنه وكړي؛ نو بېشكه زه دومره ورنژدې يم كله چې يو دعا كوونكى ما وربولي، دعا یې منم؛ نو زما بلنه دې ومني او پر ما دې ایمان راوړي څوهغوی پر سمه لاره شي.

الله تعالی په بل آيت شريف کې فرمايي: سورۀ غافر، آيت نمبر ﴿٦٠﴾
ترجمه: ستاسي رب وايي: «ما وبولئ، زه به ستاسي دُعاوي قبولي کړم، كوم كسان چي په غرور كولو سره زما له عبادت څخه مخ اړوي، هغوى به هرو مرو ذليل او خوار دوږخ ته ورننوځي»

عَنْ أَنَسٍ – رضي الله عنه – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «الدُّعَاءُ مُخُّ الْعِبَادَةِ» (رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ)
ملا علي قاري – رحمة الله علیه – په مرقاة شرح مشکاة کې د دغه حديث په تشريح کې ليکي چې: له (مُخ) څخه هدف مقصوديت ده، يعني په عبادت کې مقصود خضوغ او عاجزي ده چې هغه په دعاء کې نغښتې ده، لهذا دعاء د عبادت مُخ او مقصود بالذات ده؛ هغه – رحمه الله تعالی – ليکي: لکه څنګه چې بي‌دماغه انسان نيمګړی وي همداسي بي‌دعاء عبادت نيمګړی وي.

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رضي الله تعالی عنه – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «ادْعُوا اللَّهَ وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالْإِجَابَةِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَجِيبُ دُعَاءً مِنْ قَلْبٍ غَافِلٍ لَاهٍ» (رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَقَالَ: هَذَا حَدِيثٌ غَرِيبٌ)
د مذکور روايت مفهوم دا دی چې الله تعالی ته سوال زاري کوئ په داسي حال کې چې په منلو يې باوري ياست، او پوه شئ چې الله تعالی د غافل زړه إجابت نه کوي، دعاء يې نه قبلوي.
ملا علي قاري – رحمة الله تعالی عليه – د دغه روايت په شرح کې ليکي: «وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالْإِجَابَةِ» مطلب دا ده چې تاسي د دعاء په حالت کې داسي اوسئ چې د قبليدلو مستحق ياست، هغه حالت دا ده چې نيک کارونه کوئ، له بدو کارونو پرهيز کوئ، د دعا لپاره بهترين وختونه او مناسب ځايونه ګورئ، له لطيفو حالاتو استفاده کوئ لکه د سجدې حالت، د دعاء د قبليدلو شرائط لحاظوئ، مثلاً د زړه حضور لرل؛ که داټول مراعت شي بيابه په إجابت باندي مطمئن ياست.
بل تفسير يې داسي ليکلی دی چې «وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالْإِجَابَةِ» مراد دا ده چې تاسي بايد د دعاء په حالت کې باوري ياست چې الله تعالی مو د خپل کرم، قدرت او علم په سبب تش‌لاس نه ځوابوي؛ ځکه د دعاء‌کوونکي که د إجابت هيله باوري نه‌وي د هغه دعاء رښتونې نه وي؛ الله تعالی دروغجنه او د مسخرو دعاء نه قبلوي.
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح ١٥٣١/٤

دا چې الله تعالی په دعاء باندي امر فرمايلي دی او رسول الله – صلی الله عليه وسلم – خپل امت دعاء ته ترغيب کړی دی؛ معلومه ده چې دعاء عبادت ده او خامخا اثر لري، دعاء د ګناهونو د محو لوی سبب دی، لهذا الله تعالی ته سوال کوو چې زما او قدرمنو لوستونکو او ټولو مؤمنانو ګناهونه او تیروتنې معاف کړي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «إِنَّ رَبَّكُمْ حَيِيٌّ كَرِيمٌ , يَسْتَحْيِي مِنْ عَبْدِهِ أَنْ يَرْفَعَ إِلَيْهِ يَدَيْهِ , فَيَرُدَّهُمَا صِفْرًا أَوْ قَالَ خَائِبَتَيْنِ» ‌ﺭﻭاﻩ اﻟﺘﺮﻣﺬﻱ، ﻭﺃﺑﻮ ﺩاﻭﺩ، ﻭاﻟﺒﻴﻬﻘﻲ.
بي‌شکه ستاسي رب د خپل شان مطابق حياناک او کريم دی، له خپل بنده نه د خپل شان مطابق حيا ورځي چې هغه لاس ورته پورته کړي او دی يې تش ورځواب کړي.
يا الله! موږ هم ستا هغه بندګانو کې حساب کړې چې تاته يې له لپو حيا درځي او تشې يې نه ځوابوې، يا الله! زموږ لپې تشې مه ځوابوه، په موږ باندي راغلی ستا لوی نعمت اسلامي امارت له موږ نه مه اخله، يا الله زموږ قدرمن أمير او ټول مسؤولين موفق ولره.
علماء فرمايي: چې د بدر د غزا د بريا له اسبابو يو غټ سبب د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعاء وه، موږ الله تعالی ته سوال کوو چې زموږ تر منځ خو ستا پيغمبر نشته، ستا د هماغه پيغمبر په خاطر د فلسطين غازيانو مؤمنانو ته جاعل او کامل بری ورکړه.
وصلی الله تعالی وسلم علی خير خلقه محمد وعلی آله وأصحابه أجمعين.

عبد الرقيب رقيب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button