پر طلوع باندي د طالبانو ګزار او پايلې يې؟!!!

لیکوال: حماد خادم

کله چې امريکايانو په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان باندي یرغل وکړ، نو ګڼ شمیر چاپي، غږيږي، او ويډيويي رسنۍ يې هم افغانستان ته له ځان سره راوړې او دومره ډيرې ایف ایم راډيوګانې او تلویزونونه جوړ شول، چې د افغانستان په تاریخ کې يې ساری نه لیدل کيږي. رسنیو د امریکایانو له راتګ روسته د طالبانو پر ضد تبلیغاتو ته خورا په زور سره کش ورکړ؛ د دې لپاره چې د افغانستان مسلمان ولس په تیره بیا ځوان نسل په اخلاقي فساد ککړ کړي رسنیو د موسيقي، ګډا، خارجي فلمونو، او ټولو هغو کارونو لپاره، چې په دې برخه کې ترې کار اخیستل کيږي، خپل ټول وخت وقف کړ؛ رسنۍ له ۲۰۰۱ز کال راهيسي، بلکل یو طرفه چلند کوي:  د طالبانو خبرونه او اعلاميې نه نشروي،  د هر خبري راپور سرلیک د خارجیانو او حکومتي چارواکو له اعلاميو او خبرپاڼو چمتو کوي؛ خو د طالبانو له خبرپاڼو او اعلاميو نه په ادعایي شکل یادونه کوي،  د کابل اداري هر ویندوی په رسمیت پیژني، خو د طالبانو ویاند بیا په داسي شکل يادوي، چې اوريدونکو ته داسي ښکاره کړي، چې ګواکي د طالبانو د ویاند ویندویي هم ادعایي شکل لري. رسنۍ چې کله د طالبانو له ویندوی نه تعبیر کوي نو وايي، یا ليکي: ((هغه څوک چې ځان د طالبانو ویاند بولي))  رسنۍ د طالبانو له ویندویانو سره ژوندۍ مرکې نه کوي، بلکي د هغو اوريدونکو اړيکې لا د خبرې په منځ کې پرې کوي، کوم اوريدونکي چې د طالبانو ملاتړ کوي، یا د طالبانو په ګټه خبره وکړي،  رسنۍ د طالبانو تلفات خورا لوړ ښيي، خو د یرغلګرو او د کابل د حکومتي چارواکو تلفات بیا خورا ټيټ يادوي، په داسي حال کې چې خبره برعکس ده، د طالبانو تلفات د حکومت او یرغلګرو تر تلفاتو په څو چنده کم دي،  رسنۍ ټولو هغو خبرو ته باد ورکوي، چې د کابل ادارې له لوري په طالبانو پسي وتفل شي،  رسنۍ لکه د طالبانو ویندویي چې کوي، د ډيرو داسي ناروا کارونو پړه پر طالبانو وراچوي، چې طالبان ترې هیڅ خبر نه وي. د رسنیو له دې ټولو ناځوانیو سره سره طالبانو د رسنیو پر ضد کوم قدم پورته نه کړ، او له خورا هوښيارۍ او تدبیر نه يې کار واخیست. په لمړیو کې د طالبانو فعاليت ټکنی و، نه یې شوای کولای چې خارجي یرغلګرو او د کابل حکومت په وړاندي تونده جګړه وکړي، ځکه يې د رسنیو پر ضد هیڅ قدم پورته نه کړ او ټول پام يې بهرنیو قوتونو او د کابل حکومت ته واړاوه. خو بالاخره کله چې څو مياشتې مخکې د لوی اختر په شپو کې طالبانو پر کندز حمله وکړه او کندز يې له دولت نه ونیو، ځينو رسنیو په لږو دروغو او تبلیغاتو بسنه ونه کړه نو يې د طالبانو د بدنامولو لپاره داسي ډاګيزه او ښکاره دروغ وویل، چې هرڅوک پرې پوهیده. د رسنیو له جملې ځيني طلوع او یک تلویزون داسي راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د کندز له نیولو روسته بانکونه او د صرافۍ مارکیټ لوټلی دی، دولتي تاسيساتو او ودانیو ته یې اور ورته کړی، په داسي حال کې چې نه کوم بانک او نه کومه صرافۍ لوټ شوې وه او نه هم په ټول ښار کې کومه ودانۍ سوځېدلې وه. د طلوع، یک او نورو رسنیو په دې دروغو سره هم زړه یخ نه شو، نو کله چې دولتي ځواکونو کندز بیرته ونیو خبریالان د کندز پوهنتون ته ورغلل او د نجونې لیلیې ته لاړل، هلته يې د کندز پوهنتون د معصومو او پاکلمنو پيغلو بسترې او بکسونه، چې د سنګار شیان او د اغوستلو کالي پکې و، تر خپو لاندي کړل، راپورونه يې چمتو کړل چې طالبانو د کندز پوهنتون پر نجونو ډلییز جنسي تیري ترسره کړي؛ په داسي حال کې چې د لوی اختر د رخصتيو په ورځو کې طالبانو پر کندز حمله وکړه او په ټول پوهنتون کې له چوکیدار پرته ژوندۍ ژبه نه وه. روسته له دې چې رسنیو د حکومتي ځواکونو د قوي کولو او د طالبانو د راپرزولو لپاره د کندز پوهنتون پر نجونو ناروا تهمتونه وتړل او د هغوی عزتونه يې لوټ کړل، د ولس له توندو غبرګونونو سره مخ شول، ځینو اسلامپاله ځوانانو د اعتراض په شکل څو ورځې پرلپسې د رسنیو پر ضد په درز نشرات وکړل او له طالبانو يې جدې غوښتنې وکړي، چې د طلوع او یک پرضد قدم پورته کړي، همغه و، چې طالبانو د کندز له خویندو میندو دفاع وکړه او رسما یې په ډاګيز ډول طلوع او یک ته خبرداری ورکړ، چې له دې روسته تاسو او ستاسو ټول کارکونکي خوندي نه دي. د دې خبر له اوریدو سره سم طلوع او یک د ډيري وارخطايۍ په حالت کې و، خو کله چې ارګ او نورو دولتي ارګانونو په شا وټپول او ژمنه يې ورسره وکړه، چې موږ مو امنیت ساتو یو ځل بیا طلوع او یک په همغه زاړه خره سپاره شول او له طالبانو سره یې دښمني پيل شوه.

دا دی اوس مياشتې وځي، چې طالبان خپله ژمنه پر ځای کوي او د افغانستان په پلازمينه کابل کې چیرته چې حکومت خورا لاپې شاپې وهي، د طلوع تلویزون د کارکوونکو پر کاسټر موټر سرتیرې حمله کوي، چې له خبریالانو پرته هيچاته هم پکې زیان نه رسيږي، لس خبريالان وژني او ۳۰ نور مرګوني ژوبل کيږي.

توند غبرګونونه

د طالبانو دا برید د افغانانو په تېره بیا پښتون ټبر له توندو ستاینو او غبرګونونو سره مخ شو، په ټولنيزه شبکو کې قاطع اکثریت افغانانو نه يواځي دا چې دا برید توجيه کړ، بلکي دومره يې وستايه چې اټکل یې نه کیده او رسنۍ ورته هک پک شوې، د نمونې په شکل: د امریکا غږ اشنا راډیو تیر ماښام پر طلوع باندي د طالبانو د برید په اړه پوښتنه کړې وه، چې ۹۹% خلګو دا برید ستایلی و. زه له کلونو فیسبوک او نورې ټولنییزې شبکې کاروم، ما تر اوسه د طالبانو د برید په دومره پراخه کچه ستاینه نه وه ليدلې او نه به هم نورو خلکو ليدلي، له دې نه ښکاري چې ولس د رسنیو له خپرونو سره همږغي نه دي.

د برید تاثير که څه هم طالبانو یواځې طلوع او یک تلویزونونه خپل هدف ګرځولي، خو دا برید به نه يواځي داچې طلوع او یک ته په خورا درنه بیه تمام شي، بلکې پر نورو رسنیو به هم ژور تاثیر وکړي. دا ځکه چې د کابل حکومت سره له دې چې طالبانو طلوع او یک ته ښکاره اخطار ورکړ، بیا هم د دې دوو تلويزونونو د خبریالانو په ساتنه کې پاته راغلی او ويې نه شوای کړای، چې د طلوع کارکونکي د طالبانو له برید نه وژغوري.

کله چې پر طلوع برید ترسره شو، رسنیو داسي وانګیرله چې ګواکي طالبانو ټولې رسنۍ په خپل تور لست کې ځای کړې دي، نو يې د ځان او خپلو کارکونکو د ساتلو لپاره او د طالبانو د خبرونو د تحریم په اړه د غونډو جوړولو تدابیر ونیول. خو د طالبانو ویاند په ډیره زیرکتیا سره درک کړه او سمدستي يې اعلامیه نشر کړه، چې زموږ هدف يواځي طلوع او یک تلویزونونه دي بس، نورو رښتينو رسنیو ته ډاډ ورکوو، او نورو رسنیو ته ژمن یو.

له دې روسته به رسنۍ په طالبانو پسي د په خوا په څیر تبلیغات ونشي کړای، او نه به هم د طالبانو خبرونه تحریم او تحریف کړای شي. دا ځکه رسنۍ پوهيږي، چې د طالبانو له بریدونو نه حکومت زموږ د کارکونکو ساتنه نشي کړای او نه هم زموږ د دفترونو ساتنه کړای شي، نو مجبورا به له طلوع او یک نه لاره بیلوي او پر راتلونکې کړنلاره به له سره غور کوي. اوس يې هم پر ځينو رسنیو ژور تاثیر کړی دی، چې یوه له هغو نه د بي بي سي راډيو ده، چې مخکې يې د طالبانو ویاند په رسمیت نه پیژانده، خو اوس دا دی لنډکۍ مرکې ورسره کوي.

د طالبانو دا برید به تر بل هرچا د کابل ادارې ته په زیان تمام شي

د کابل ادارې له طالبانو سره د جګړې کولو په ډګر کې ماته خوړلې، نه شي کولای چې د طالبانو مخه ډب کړي او تاسو یې وينئ چې په دفاعي حالت کې قرار لري، خو دفاع هم نشي کولای او هره ورځ ترې طالبان ولسوالۍ، ولایت، پوستې او بیسونه نيسي. چې طالبانو په دې وروستیو کې د کابل ادارې ډیری درنې وسلې، فوځي وسایط او په زرګونو ډول ډول مهمات غنیمت کړي. د کابل ادارې او يرغلګرو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې، چې اوس يواځي تبليغاتي ډګر ورپاتې و، ستاسو به په یاد وي چې کله طالبانو کندز ونیو، نو د حکومت لوړپړیو چارواکو له رسنیو جدي غوښتنه وکړه، چې موږ یو قدم مخته تلو تاسو لس قدمه مخته راسره ځئ. د کندز له بېرته نیولو روسته د کابل ادارې چارواکو له رسنیو نه رسما مننه وکړه، چې د کندز په نیولو کې یې راسره مرسته وکړه. نو اوس چې طالبانو پر طلوع برید وکړ، نور رسنۍ د په خوا په څیر نه شي کړای چې د کابل ادارې ته پراخ تبلیغات وکړي، ترڅو د دولتي ځواکونو روحیه پياوړې او مورال لوړ او د طالبانو روحيه ضعيفه او مورال کمزوری کړي.

نور به له رسنیو رښتينې رسنۍ جوړيږي او هغه څه به خپره وي،چې واقعیت ولري، له دې روسته به تاسو ووينئ، چې رسنۍ به د طالبانو په خبرونو کې بدلون راولي، د طالبانو خبرونه به د په خوا غوندي تحریف نه کړي او په بیا بیا به له طالب ویندوی سره مرکې ولري.

نتيجه د یرغلګرو د کلونو خوارۍ او زحمت چې د رسنیو د پراختيا په ډګر کې یې ترسره کړ او په سلګونو ميلونونو ډالر يې برباد کړل، طالبانو په ډیره زیرکتیا سره يواځې په یوه سرتیري برید سره له منځه يووړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button