روزګان چناراتو کې له طالبانو سره جګړه کې ۱۰ عسکر وژل شوي

عزم : (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په جناراتو ولسوالۍ کې د حکومتې عسکرو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جکړه روانه ده.
جکړه تېره ورځ د چناراتو ولسوالۍ اړوند د چرمستان په سیمه کې پیل شوې او تر نن هم روانه ده.
په یاده جکړه کې ۲ خښ شويو ماینونو چاودلو ۱۰ عسکر وژلي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، د روزګان ولایت د چناراتو ولسوالۍ په جکړه کې چې تېره ورځ پېل شوې ددښمن ۱۰ عسکر وژل شوي ګڼ شمېر ټپيان شوي.
طالبان وایي ، ددښمن عسکر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي.
په یاده جکړه کې طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
د تېرې ورځي پیل شوې جکړې په اړه ځایي چارواکو تر دامهاله رسنیو ته څه ندي ویلي
اصف افغان