زرګرــ د عبدالاحد حمادپه زړه پوری شعر
زه چې هرځل ملا وستنی ګردنی کړم
زوړ تاریخ دمیوندونو رازلمی کړم
خبر نه یې ؟ زه بې مرګه مبارز یم
غواړم مرګ په بې احساسو راژوندی کړم
دشهید له پاکو وینو ووبدل شوی
ښکلی ګل به دټوپک دخولې ځونډی کړم
دثواب په نیت دي دومره ډبومه
چې دي مړ یا دي هم زما په رنګ سړی کړم
ستا دجال دجال خویونو ته چې ګورم
ځان ښکاره راته مهدي هغه ګړی کړم
دملالي دټپې نذر مي ایښی
چې پیدا یا کوم غویی یا اربکی کړم
چې اغزی شي دکافر خزان دسترګو
ښایسته به په غزاوو پسرلی کړم
مرمري ګوتي دي تاوي له ماشې شوې
طالب جانه ! کاش چې ځان درنه لوګی کړم
عقل دومره دسرخوږ راکړ ملګرو
چې تر روغو لیونو یې لیونی کړم
حماد ستا په شاني ومه دغره کاڼی
دزرګر دخیال سندان رنګین غمی کړم