غزل – نقيب احمد عزيز
بخت مې بیدار نه و چې ستا تر څنګ ویده نه شوم زه
ستا د بنګړو په شرنګا ویښ په شرنګ ویده نه شوم زه
لحده! ما د بې خوبي ستومانۍ تاته راوړې
پر وطن ګرځېده بلا د جنګ، ویده نه شوم زه
غم مو شریک دی سره، مګر چې دا ولې اشنا
ما غوندې ویښ نه شوې ته، ستا په رنګ ویده نه شوم زه
ته د هوارې سین وې وې به د سکون په غېږ کې
لکه ابشار مې کار و تل غورځنګ ویده نه شوم زه
د ښکلو یاد له ما ازاد هیڅکله هم پرې نه ووت
او هم د دوی تر منځ هیڅکله تنګ ویده نه شوم زه
مینه مې خښه وه په زړه کې، له غمو نقیبه!
شوم د پېریانو د زیارت منګ، ویده نه شوم زه