د ۲۰۱۵ شتمن کسان

د شتمنو مجلې د شپاړسم ځل لپاره ببېل ګېټس يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو شتمن په ګوته کړی دی.

بېل ګېټس چې د مايکروسافټ څښتن دی يو ځل بيا د مکسېکو کاروباري کارلوس سلېم شا ته کړی دی.

د بېل ګېټس شتمني په تېر کال دری ميليارد ډالره پورته شوې ده. د فبرورۍ تر ۱۳ نېټې پورې يې شتمني ۹۷ ميليارد ډالره وه.

د شتمنو د مجلې په وينا په نړۍ کې د شتمنو کسانو شمير ۱۸۲۶ تنو ته رسېږي. د مجلې په وينا په تېرو ۱۲ مياشتو کې د شتمنو ميلياردرانو شمېر ۱۸۱ تنه لوړ شوی دی.

د شتمنو مجلې په وينا بېل ګېټز په تېرو ۲۱ کلونو کې ۱۶ ځله د نړۍ تر ټولو شتمن کس نومول شوی دی.

د امريکا يو مشهور پانګوال د ۷۲ ميليارد ډالرو په لرلو يې د شتمنو په لست کې دريم ځای خپل کړي دی.

د ۲۰۱۵ کال لپاره د شتمنو کسانو نوملړ:

۱- بېل ګېټس ۷۹.۲ ميليارد ډالر (مايکروسافټ)

۲- کرلوس سلېم هېلو۷۷.۱ ميليارد ډالر (ټيليفون او جوړونه. مکسيکو)

۳- وارين بفېټ ۷۲.۷ ميليارد ډالر (نړيوال سرمايه اچوونکی)

۴- امينېکو اورتيګا ۶۴.۵ ميليارد ډالر (زرا او فشن)

۵- لري سن ۵۴.۳ ميليارد ډالر (اورکل او ټېکنالوژي)

۶- چارلس کوچ ۴۲.۹ ميليارد ډالر ( انډسټرلېسټ)

۷- ډېوېډ کوچ ۴۲.۹ ميليارد ډالر (والمرټ د خرڅلاو

۸- کرسټي والټن ۴۱.۷ ميليارد (کارخانه لرونکی)

۹- جيم والټن ۴۰.۶ ميليارد ډالر (کارخانه لرونکی)

۱۰- ليلېن بېټنکورټ ۴۰.۱ ميليارد ډالر

د شتمنو کسانو په لست کې لومړۍ ښځينه کرېسټي والټن ده. دا په تېرو شپږو کلونو کې د پېنځه ځله د نړۍ د شتمنو په لست کې راغلې ده.

د فېس بوک مالک مارک زوکبرګ پېنځه ځايه لوړ شوی او اوس د ۳۳.۴ ميليارد ډالرو په لرلو پر ۱۶ ځای دی.

دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د ۲۰ شتمنو کسانو په لست کې يې نوم راځي.

اېون سپېګل د يو نيم ميليارد ډالرو په لرلو د نړۍ د ځوان شتمن کس په توګه وړاندې شوی.

د شلو شتمنو کسانو په لست کې يوازې ۱۵ يې د امريکا دی.

د شتمنو کسانو د مجلې په وينا دغه لست ۲۹۰ نوي شتمن کسان لري چې ۷۱ يې د چين دي. همدارنګه ۴۶ ميلياردان له ۴۰ کلونو کم عمر لري.

۱۳۸ کسان د شتمنو له دغه لست لوېدلي دي، چې يو يې د اورکراين ولسمشر دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button