شمالي کوریا دايټومي وسلې دکارولو ګواښ کړی

په انګلستان کي دشمالي کوریا سفیر ویلي، چي که يې هیواد دهرډول خطر احساس وکړي، دايټومي وسلو له کارولو څخه به ډډه ونه کړي.

دشمالي کوریاسفیر له سکای تلویزون سره په خبرو کي وویل، چي هیواد يې ايټومي وسلې جوړي کړي او دهرډول خطر په مهال به له ځنډ پرته ايټومي و سلې وکاروي .

نوموړي ویلي، چي موږ دايټومي وسلو کارولو ته تیار یو، یوازي تشي خبري نه کوو.

دشمالي کوریاسفیر وویل، چي که تاسو زماڅخه پوښتنه وکړئ، چي ایاشمالي کوریادايټومي وسلو کارولو ته تیاره ده، نو زماځواب هو دی، زموږ هیواد هر وخت دايټومي وسلو استعمال ته تیار دی.

دشمالي کوریاسفیر په خپلو خبرو کي وویل، چي موږ هر وخت وایو، چي دکوریا په ټاپو کي هر ډول داورسپرکي به ايټومي جګړې ته لاره هواره کړي.

سفیر ددې پوښتني په ځواب کي چي په شمالي کوریا کي دبشر حقونه تر پښو لاندي کیږي، وویل، چي دا دخائنانو تشي ادعاوي دي.

دشمالي کوریاسفیر په داسي مهال ايټومي جګړې ته دخپل هیوادتیاری ښيي، چي دجنوبی کوریا او امریکاترمنځ دپوځي مانورو له امله تیره میاشت شمالي کوریا خپل پوځ ته دتیارسۍ امر وکړ.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!