کونړ جګړو کي د عسکرو ۷ ټانګونه ویجاړ شوي

د کونړ ولايت په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کي د جګړو په ترڅ کي د عسکرو ۷ ټانګونه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي تیره شپه يې د اسمار ولسوالۍ په ډب خوړ او بلوڅانو سیمو کي د عسکرو په کاروان برید وکړ، چي اوس هم په سیمه کي جګړه روانه ده.

بیان زیاتوي، چي دغه کاروان په غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو کي سخت ځپل شوی و، چي اوس مهال په اسمار کي راګير او تر بریدونو لاندې دی.

طالبان وايي؛ په جګړه کي یې تر اوسه د عسکرو درې ټانګونه ویجاړ کړي، شپږ عسکر يې وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

تیره شپه د غازي اباد ولسوالۍ په جلاله سیمه کي وسله والو طالبانو د عسکرو په یوه بل کاروان برید وکړ، چي په ترڅ کي یې څلور ټانګونه ویجاړ شول.

طالبانو ویلي، چي په جګړه کي یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button