ډنډ شهاب الدین کي پراخي سیمي طالبانو نيولي

د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند ډنډشهاب الدین سیمه کي ۱۴ کلي طالبانو نیولي دي.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي؛ د منظمو بریدونو په پایله کي یې د ډنډ شهاب الدین په سیمه کي ۱۴ کلي د عسکرو له وجود څخه پاک کړي او هغوی یې شاتګ ته اړ کړي دي.

بیان کي ویل شوي، چي په سیمه کي د طالبانو له لوري تصفيوي عملیات په ګړندۍ توګه ادامه لري او ډیر ژر به نوري سیمي هم ونیسي.

دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځې وړاندې طالبانو په ډنډغوري سیمه کي ۳۲ کلي له عسکرو څخه ونیول او عسکر يې شاتګ ته اړ کړل.

راپورونه وايي، چي په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کي د طالبانو پرمختګ ادامه لري.

څه موده وړاندې اردو او پولیسو د امریکايانو د هوايي ملاتړ په مرسته په یادو سیمو کي پراخ عملیات پيل کړل، چي په ترڅ کي یې تر ۲ سو پوري ولسي وګړي شهیدان او سلګونه نور ټپيان کړل.

ددغو عملیاتو په ترڅ کي د عسکرو له لوري سلګونه کورونه، جوماتونه، ښوونځي او باغونه ونړول شول.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button