تازه خبر: د بادغیس د بالامرغاب ولسوالي له سقوط سره مخ ده
عزم/ د باغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالي په مربوطاتو کې پر کڼو امنیتي پوستو د طالبانو له لوري د حملې راپورونه ورکول شوي دي ، یو شمیر امنیتي پوستو عسکر په سخته محاصره کې بند پاته دي او د وتلو لار ې یې تړل شوې دي.
له سیمې نه تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، تیره ورځ لسګونو طالبانو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د بالامرغاب ولسوالي د موریچاق په سیمه کې په سرحدي پوسته حمله وکړه د جګړې په جریان کې د پوستې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو په اړ ه یې دقیق راپور نه دي ورکړل شوي.
د بادغیس امنیه قومندان ویلي تیره ورځ دبالامرغاب په سرحدي پوستو د ګڼ شمیر طالبانو له لوري پراخ برید شوی، د نوموړي په وینا د طالبانو حمله ډیره پراخه او شدیده ده، موږ له زون نه د هوایي ځواک غوښتنه کړې تر څو سیمې ته په وخت کومک ورسیږي او موږ تر نن ورځې پوري لا په همدې انتظار ناست یو.
د بالامرغاب امنیتي چارواکو ویلي، د وسلوال بریدونه ډیر سخت دي ګڼ شمیر پوستې په محاصره کې دي که پر وخت کومک ونه رسیږي ډیر امکان شته چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ پیښه به رامنځ ته شي.
په سیمې عیني شاهدانو ویلي په یادو سیمو کې د طالبانو فعالیت زیات شوی دی او ډیر وخت دامنیتي عسکرو او طالبانو ترمنځ جنګونه وی، له همدې امله د سیمې ګڼو خلګو خپل کورونه پریښي او نورو سیمو ته کوچیدلي دي.
احمدبشار