طالبانو د«عزم» په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړل

دطالبانو داسلامي امارت رهبري شورا په یوه اعلامیه کي دعزم په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړل.

په اعلامیه کي ویل شوي، چي دعزم تر الهام بښونکي نامه لاندي به دغه عمليات دټول هیوادپه سطحه دراتلونکې جمعې په ورځ د۱۴۳۵ هـ ق درجب المرجب دمیاشتي په ۵ نېټه چي د۲۰۱۵ کال داپريل له ۲۴ نېټې سره سمون خوري سهار وختي په ۵ بجې دتکبیر په ناره پيل شي.

په اعلامیه کي ویل شوي، چي که څه هم بهرنیواشغالګرو دجګړه ييز ماموریت دپای ته رسولو اعلان کړی دی، خو دامنیتي تړون تر عنوان لاندي يې لا اوس هم دافغانستان فضا او ځمکه اشغال کړې او خپل اشغال ته دوام ورکوي.

طالبانو ویلي، چي اوس هم دبهرنيانو له لوري دتیر په څېر په کلتوري، تبلیغاتي، سیاسي ، تعلیمي او نورو ساحو کي اشغال دوام لري، په دې برسېره بهرني پوځیان دپخوا په څېر اوس هم دافغانانو په خلاف ډرون بریدونه او شپني عملیات ترسره کوي.

اعلامیه زیاتوي، چي دکابل دحکومت ټول واک دبهرنيانو په لاس کي دی.

طالبانوویلي، چي ترڅو افغانستان دبهرنیو له اشغال څخه ازادشوی نه وي او سپيڅلی اسلامي قانون

نافذ شوی نه وي، خپل جهاد ته به ادامه ورکوي.

په اعلامیه کي ویل شوي، چي هیڅکله به دجګړې دډول بدلول افغان مجاهد ولس دجګړې له مسیر څخه منحرف نه کړي، ویل شوي، چي که بهرنیان غواړي جګړه پای ته ورسیږي، په بشپړه توګه دي له افغانستان څخه ووځي او نه دي په دغه هیواد کي مداخله کوي.

په اعلامیه کي دعزم دعملياتو په اړه ویل شوي، چي دغه عملیات دنظامي کمیسیون دماهرو او تجربه کارو متخصصينو په مټ ترحه شوي دي، چي لومړی هدف به يې بهرنی اشغالګر، دهغوی پوځي اډې او استخباراتي او نور مهم مرکزونه وي، په اعلامیه کي ویل شوي، چي په دغو عملیاتوکي به له نویو پېچلو مهمو تاکتيکونو څخه کار واخیستل شي.

ویل شوي، چي دکابل درژيم او بهرنیو اشغالګرو ټول اهداف او اړوند اشخاص به په نښه کوي.

طالبانو ویلي، چي دغه عملیات به یې په ټول هیواد کي پلي کیږي او دوی به دخپلو عملیاتو په ترڅ کي دولسي وګړو ژوند ته ډیره پاملرنه کوي، طالبانو ویلي، چي که څوک ددغو عملیاتو په لړ کي دولسي وګړو له ژوند سره بې پروايي وکړي او یادعملیاتوپه ترڅ کي ولسي وګړو ته زیان ورسوي هغه به له شرعي اصولو او دامارت له قانون سره سم مجازات کیږي.

دجوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، پوهنتونونو، کلينيکونو، روغتونونو او عامه تاسيساتو او عام المنفعه پروژو په اړه طالبانو ویلي، چي دا ځایونه ددوی هدف نه دي.

طالبانو دموسيسو په اړه ویلي، چي دوی له هغو موسيساتو سره چي شوم هدف ونه لري او له ولس سره مرسته کوي بشپړه همکاري کوي.

طالبانو په ولس غږ کړی، چي دتیر په څېر دعزم عملیاتو په ترڅ کي له مجاهدينو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او ددښمن له مرکزونو او اړوندو سیمو څخه لري واوسي، ترڅو دعملیاتو په مهال زیان ورته ونه رسيږي.

په اعلامیه کي دجګړې په ډګر کي په میشته طالبانو غږ شوی، چي خپل ولس خپل وجود وګڼي او دولس قدر وکړي، په خپلو منځو کي دوروڼو په څېر ژوند وکړي، دمشرانو اطاعت وکړي او دا چي جهاد یوه مقدسه لاره او دالله تعالی فریضه ده، نو نیت پکي صفا کړي، چي نه څوک دمال، نه دغنيمت، نه دچوکۍ او نه هم دبل دنیايي غرض لپاره جګړه وکړي.

په اعلامیه کي ویل شوي، چي دعزم  نوم او دعملیاتو دپيل لپاره درجب ۵ ځکه انتخاب شوې، چي عزم محکمې ارادې ته وايي او الله تعالی خپل هغه پيغمبران چي ددښمن په مقابل کي یې قوي استقامت کړی الوالعزم بللي دي،اعلامیه زياتوي، چي په دغه تفاول له الله تعالی څخه هیله لري، ترڅو دکفر او فسق په وړاندي دمجاهد و

لس عزم نور هم قوي او مضبوط کړي.

درجب د۵ دانتخابولو په اړه ویل شوي، چي دهجرت په ۱۵ کال په همدې ورځ مسلمانانو دیرموک په غزا کي فتحه ترلاسه کړه او همدا ورځ دکفري لښکرو دماتي نېټه ده او په همدې تفاول له الله تعالی څخه هیله لري، چي سږني دعزم عملیات هیواد ته دراغلیو کفري پوځیانو لپاره مرګوني ثابت شي.

دعزم په نوم دغه عملیات په داسي مهال پيل کیږي، چي دطالبانو دتیر کال دخیبر په نوم عملیات پای ته رسيدونکي دي، پوځي کارپوهان په دې اند دي، چي دطالبانو دخیبر په نوم عملیات چي دبهرنیانو او دکابل دحکومت چارواکو او عسکرو ته پکي زیات زیانونه ورسيدل او ددغو عملیاتو په ترڅ کي طالبانو دهیواد په بېلابېلو سیمو کي پراخي سیمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلې ډیر بريالي عملیات وو.

دیادوني وړ ده، چي دغه نوی عمليات په داسي مهال پيل کيږي، چي دکابل په حکومت کي سخت انتشار او اختلافات موجود دي.

 عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button