کلکتې د ای پي ایل ۱۷ لوبه وګټله

عزم / د هندوستان غوره لیګ سیاليو ۱۷ لوبه وشوه چې کلکته نائټ رايډرز لوبډلې وګټله .
دغه سیالي چې د کلکته نايټ رایډرز او ډيلي ډېرډېولز د لوبډلو ترمنځ وه د ډيلي ډېرډېولز لوبډلې په سپږو وېکټو ماتې ووخوړه .
توپوهنه لومړی د ډيلي لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې چې د سیالې لوبډلې لپاره اسانه هدف وه .
ډيلي لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې منوج ټيوري وکړي چې په ۲۸ توپونو يي ۳۲ منډې وکړي ، نور لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل، ښه ونه لوبېدل .
کولکتې دغه هدف یوازې په ۱۸ اورونو کې پوره کړ، څلور لوبغاړي يي وځېدل .
د کولکته نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر ګاتم ګمبير،په ۴۹ ټوپونو يي ۶۰ منډې وکړې ، یوسف پټهان چې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو په ۲۶ توپونو باندې ۴۰ منډې جوړې کړې ، يو مېش څلور وېکټې واخیستې د لوبې غوره شخص ونومول شو.
د کولکتي لوبډلې د ای پي ایل دوه نورې لوبې ګټلې او یوه يي بايللې ، او د تېر کال دای پي ایل اتلولي هم د کولکته نايټ رايډرز لوبډلې ګټلې وه ، چې څښتن يي د هندوستان دفلمونو مشهور ه څېره شاهرخ خان دی.
حماس افغان