د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلمشر به په لنډو ورځو کې اعلان شي : هوتک

عزم /د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي دي چې د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره به نوی لوبډلمشر په راتلونکي څو ورځو کې اعلان کړ و .
هوتک زیاته کړه چې تر دې دمه په دې برخه کې کومه نهايي فیصله نه ده شوې خو د افغان کرېکټ بورډ د نوي کپتان د ټاکلو کار يي پیل کړي، چې په راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه شي ، هوتک پدې اړه نور جزئیات ورنکړل .
محمد نبي عیسی خېل د افغان ملي کرېکټ لوبډلې کپتان په ۱۳۹۱ کې ټاکل شوی وه او ښه کرداريي ترسره کړ د دوشنبې په ورځ يي په یوه خبري ناسته کې له خپلې دندې نه استعفي اعلان کړه .

سميع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button