رياض د حوثي ياغيانو په خلاف د جنګ بندولو اعلان وکړ

(۰۲غويي ۹۴) د سه شنبې په ورځ سعودي عربستان د فوځ وياند د حوثي ياغيانو په خلاف د جنګ د بندولو اعلان وکړ. د فوځ وياند تورن جنرال احمد العصيري ويلي دي چې فوځي عمليات د يمن د ولسمشر منصور هادي په وينا بند شول، مګر په راتلونکې کې که کوم امنيتي ګواښ وو موږ د يمن ترڅنګ ولاړ يو.
دفوځ وياند وويل چې موږ په دغه جنګ کې خپل هدف ته ورسېدو او دياغيانو مرکزونه مو له منځه يوړل .خو له دې وروسته به د يمن سمندري سرحدونه تر څارنې لاندې نيسو.
وياند دا هم وويل چې تر دې وروسته (د ارامۍ هيله) په نامه نوي عمليات شروع کوو چې هدف به يې د ولس ساتنه وي.
تر دې وړاندې د سعودي د دفاع وزارت ويلي و چې د حوثي ياغيانو د استعمال تباه کوونکې وسلې چې بليسټګ ميزايل هم پکې وو له منځه وړي.
د يادونې وړده چې د روان کال د مارچ په ۲۶ مه نېټه دسعودي عرب په مشرۍ خليجي هيوادونو په د يمن د ولسمشر منصور هادي په غوښتنه هغه وخت هوايي بريدونه پيل کړل چې حوثي ياغيانو د يمن دولت وننګاوه او د يمن ولسمشر منصور له يمن څخه سعودي عربستان ته پناه يووړه.
ددغه جنګ له پيله تر اوسه له ۹۰۰ څخه زيات وګړي وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي او په دغو عملياتو د حوثي ياغيانو ګڼ شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
عبداللطيف نظيف