غزل – عمار

ظاهر عمار

زه لا همغه يم بدلون ته تيار شوی نه يم
ځای په ځای ناست يمه او يون ته تيار شوی نه يم

يو څه پلمه شي د دنيا خلکو ته ويښ شي يو دم
پلمې پرېمانه دي جنون ته تيار شوی نه يم

زړه کې مې تېره شي چې لږ به ور نږدې شم ورته
بيا وايم نه، زه لا سکون ته تيار شوی نه يم

ډېره موده وشوه چې هر څه مې ګډوډ پراته دي
له ځايه نه خوځم سمون ته تيار شوی نه يم

خلکو يې بیا بيا هر کلی وکړ ملګری يې کړ
خو زه ويده يمه ژوندون ته تيار شوی نه يم

سمه ده، نوره نړۍ اوس د مينې درس وايي خو
عماره! زه لا دې مضمون ته تيار شوی نه یم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button