دکندز ولایت له سقوط سره مخ دی

دکندز چارواکو ویلي، چي په دغه ولایت کي طالبان تر بل هر وخت ډیر قوي شوي او نږدې ده طالبان ټول ولایت ونیسي.

چارواکو ویلي، چي ددغه ولایت زیاتي برخي دطالبانو په ولکه کي دي او اوس مهال هغوی دکندز دښار دروازو ته را رسېدلي دي او دښار په اړوندو سیمو کي يې دتالاشۍ پوستې جوړي کړي دي.

دکندز دوالي مرستیال حمدالله دانش ویلي، چي په کندز کي دطالبانو پراخيدونکي ځواک ددې ګواښ موجود کړی، چي طالبان به ټول ولایت په ولکه کي راولي.

چارواکو ویلي، چي که مرکزي حکومت ورسره مرسته ونه کړي، ښايي ډیر ژر دغه ولایت په بشپړه توګه طالبان ونیسي.

دانش ویلي، چي له ۲۰۰۲ کال راهیسي کندز په تر ټولو بد وضعیت کي قرار لري.

چارواکو ویلي، چي دملي اردو عسکر او پولیس له طالبانو سره دمخ کېدلو او جګړې توان نه لري، کله چي هم جګړه وشي، دملي اردو عسکر او پولیس له جګړې تښتي.

تیره میاشت دکندز والي محمدعمر صافي ویلي وو، چي که دغه ولایت ته امنیتي عسکر ونه ليږل شي نو استعفا به ورکړي.

دکندز ولایت اوسیدونکي هم وايي، چي په دغه ولایت کي طالبان پراخ واک لري او ډیري سیمي يې په ولکه کي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button