کابل کې د فوټبال غوره لیگ مقدماتي سیالیو څلورم پړاو پیل شو

عزم/دغه لیګ په دې موخه بیا پیل شوی دی چې د تېرو درېو کلونو په څېر له اتو زونو څخه غوره لوبغاړي د زون لوبډلې ته لاره پیدا کړي .
شاهين آسمايي د پلازمېنې کابل لوبډله ده چې په دغه غوره ليګ مقدماتي سیاليو کې حضور لري ، نو له همدې امله له کابل څخه څلورو لوبډلو له لوري دغه سیالي تر سره کيږي تر څو د فوټبال روزونکي غوره لوبغاړي د شاهين آسمايي لوبډلې ته جلب کړي .
په تېرو څلورو کلنو کې به د فوټبال فدراسیون له لوري دوه کسانو د هیئت په توګه اتو زونو ته سفر کاوه او غوره لوبغاړي به يي جلبول ، خو سږ کال د فوټبال غوره لیګ مسؤلینو دا تصمیم پخپله نیولی چې غوره لوبغاړي به د فوټبال روزونکو له لوري انتخابېږي او د زون لوبډلې ته به جلبیږي .
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو څلورم پړاو کې د تېرو درېو پړاونو په څېر د لوبډلو روزنه د تاجکستان هېواد کوچونو په غاړه اخيستی .
د کابل لوبډلې شاهين آسمايي لوبغاړو له انتخاب نه وروسته ټاکل شوې ده چې د غوره لیګ اړونده چارواکي ختيځ زون ته سفر وکړي او هلته د سپین غر بازونو لوبډلې لپاره ننګرهار کې سيالي پیل کړي تر څو غوره لوبغاړي د ختيځ زون سپین غر بازانو لوبډلې ته جلب کړي .
د ختيځ زون سپین غر بازانو د غوره لوبغاړو انتخاب لپاره به د لغمان کنړ نوریستان ننګرهار ولایتونه یو له بل سره سیالي کوي .
سميع شينواری