طالبان هغه شل کاله پخواني طالبان نه دي

خالد افغان زوی
طالبانو وړمه ورځ په کابل کې د رژیم په تر ټولو حساس ځای برید وکړ،د استخباراتو لسم ریاست یې په یوه تندریز ګوزار داسې ریزمریز کړ،چې د وژل شویو خادیانو واقعي شمیر یي تراوسه هم نه دی بشپړ شوی. په وژل شویو کې زیاتره دلوړپوړو چارواکو خصوصي ساتونکي دي نو ځکه یې رژیموال د لیونتوب تر حده بې واکه او کاواکه کړي دي.
که راډیو روښانه کړې، یا ټیلویزیون او فیسبوک ته سر ورښکاره کړې، نو د غرب دولتي غلامان به وینې چې له غوسې د لیونیو حیواناتو غوندې په ځان خولې لګوي.
څوک وایي ټول محبوس طالبان دې اعدام شي.ځیني وایي د طالبانو کورنۍ دې فرار او ملکیتونه دې مصادره شي،څوک بیا له ډیرې لیونتوبه له دې هم لا پسې لیونۍ بګتۍ غږوي.
یوه له کلي کور او موره تښتیدلي سرټیټي اربکي په کې ویلي چې باید په طالبانو د دښتې لیلې تاریخ راژوندی کړای شي، یعني ډلې ډلې دې ژوندي تر خاورو لاندې کړای شي.
دغو ناخبرو لیونغرتو ته به ووایو چې ببوجانې هغه وختې دې لاړې چې د پلار کره به لاړې ! تاسو اوس هم د هغه وخت خوبونه وینئ چې طالبان یوازې د افغانستان له یوه قشر او یوه قوم څخه عبارات یو کوچنۍ ډله وه چې د افغانستان د سیاست په ډګر یې نوې خاپوړې زده کولې.
دغه ناخبره رژیموال دې پوه شي چې طالب خوځښت اوس هغه شل کاله پخوانی تحریک نه دی چې د هیواد له جنوب پرته په ټولو سیمو کې بیګانه، نابلده او پردی بلل کیده.
طالبان چې په تیرو څوارلس کلونو کې د غربي کفر مقابلې ته په یوازې سر ودریدل نو د خپلواک اولس ملاتړ یي په داسې شکل خپل کړ چې ښایي پخوا د افغانستان هیڅ سیاسي ګوند یا ډلې داسې کامل او شامل ملاتړ نه وي د ځان کړی.
دا چې د جنرال دوستم په پلرني کلي خواجه دوکو کې طالبان ګزمي وهي. دا چې د احمدشاه مسعود پټنځای د پنجشیر د عبدالله خیلو دره د طالبانو په لاس سقوط کوي. دا چې د بدخشان د مرکز فیض اباد دروازو ته طالبان ولاړ دي او صلاح الدین ربانې خپلې زادګاه ته نه شي تللی. او دا چې د جنرال داود او مطلب بیګ په تخار کې د طالب قومندان مولوي محسن راج چلیږي. نو په دې پوه شه چې طالب اوس هغه پخوانی تر جنوب پورې مختصر او منحصر طالب نه دی پاتې.
د بي خبرو ډله دې پوه شي چې د هیواد په شمال جوزجان، سرپل، فاریاب او مزار کې همدا اوس ازبک قوم د طالبانو د مقاومت شمزۍ جوړوي او ترکتباران د امارت تر بیرغ لاندې په داسې دیني او ملي هوډ راپورته شوي چې د خټو پړانګ دوستم یې بیا بیا په منډو ستړی کړ.
ناخبره دې پوه شي چې د هیوادپه شمال ختیځ بدخشان، پنجشیر او تخار کې تاجک اولس طالبانو ته غیږ خلاصه کړې او په ستر پاڅون سره یي د غرب د غلامانو او د ګري شرون دمعاشخورو ټولې خوارۍ په اوبو لاهو کړي دي.
د هیواد په شمال کې د طالبانو د ځپونکي عمري عملیاتو څخه په څرګنده معلومیږي چې دا ځل به طالبان له جنوب څخه په شمال بریدونو ته مجبور نه شي بلکې په هر ولایت کې به د ځایي اولس په ملاتړ د یرغلګرو او ګوډاګیانو خونه ورسپیره کړي.
نو بناء که دا ځل دښت لیلا تکراریدله نو هغه به د غرب په ګوډاګیانو تکراریږي، دا ځل که په حیرتان کې څوک ژوندي تر خاورو لاندې کیدل نو هغه به هغه بګیل دموکراسیان وي چې د تیښتي د لوري له ورکېدو وروسته یي د کولاب په خوا منډه اخیستي وي.
او بالاخره ویلی شو چې دا ځل اولس د اتحاد او یووالي رمز پیژندلی او درست اولس تر یوه بیرغ لاندې بسیج شوی دی، چې په ګډه به د دین او وطن له غدارانو څخه انتقام اخلي.