سیستان؛ له وسله وال ګروپ سره نښته کې ۵ ایراني عسکر وژل شوي

عزم (دوشنبه، ۱/۳/۱۴۰۲): د ایران په سیستان سرحدي ولایت کې له وسله والې ډلې سره په نښته کې ۵ ایراني عسکر وژل شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې: ایرانۍ سرحد ساتونکو پاکستان سره پر سرحد د سیستان په سراوان سیمه کې له هغه وسله وال ګروپ سره نښته کړې چې غوښتل یې ایران ته په غیر قانوني توګه ننوځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم پېښه تائیدوي او ادعا کوي چې وسله وال له نښتې وروسته تښتېدلي دي.
د یاد وزارت ویاند ناصر کناني رسنیو ته ویلي: د وسله والو هدف د ګډو پولو امنیتي وضعیت خرابول او د ګاونډیو هېوادونو په پولو کې د مېشتو خلکو امنیت ته زیان رسول وو.
نوموړي څرګنده کړه: په نښته کې ۵ عسکر وژل شوي.
تر اوسه د وسله والو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یاد برید غندلی او د قرباني شویو ایراني عسکرو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان ژمن دی له ایران سره پر پوله د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button