له استاذ ګل رحمان رحماني سره مرکه؛ ادبیات د ژوند رواني تفسیر دی!

استاذ ګل رحمان رحماني د پښتو ادب فعال شاعر، لیکوال، ژباړن او ژورنالیست دی. کلونه کلونه یې له ادب سره اړیکې پاللې، تر څنګ یې رسنیو کې فعال پاتې شوی او په بیلا بیلو ښوونیزو مرکزونو کې یې تدریس هم کړی دی. دی له اره د میدان وردګو دی، چې په ۱۳۶۵ لمریز کال یې ستړې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې ارواښاد مولوي عبدالرزاق د چک ولسوالۍ لوى دينى عالم، مخور او منلى شخصيت و. خو رحماني لا د خپل عمر د لومړي کال ١٢ مياشتې نه وې پوره کړې چې د خپل پلار له سيوري محروم شو. ده یې په اړه راته وویل: «د پلارجان له مړینې وروسته مور او وروڼو د پلار د نشتوالي ستره تشه ډکوله، خو بیا هم دا پېښه مې په ژوند کې یوه ډېره ترخه او داسې درد و چې زما په اثارو کې یې محسوسولی شئ.»
استاذ چې د ۵ وروڼو او ۵ خویندو کشر ورور دی، په ۱۳۹۲ کال کې یې ګډ ژوند پیل کړی او اوسمهال د عمر او خیبر په نوم دوه زامن لري.
ده لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل پلرني وطن کې وکړې او وروسته د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي د پښتو ژبې ادب څانګې ته ور کامیاب شو، چې په ۱۳۸۹ کال یې بریلیک تر لاسه کړ او بیا یې ۴ کاله وروسته په ۱۳۹۳ کال کې ماسټري هم په بریالیتوب سره پوره کړه.
استاذ رحماني ګڼې رسمي او غیر رسمي دندې ترسره کړې او اوسمهال بغلان پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذ دی.
دی چې په ۹م ټولګي کې یې خپل لومړی شعر ولیکه او په ۱۲م ټولګي کې یې د سانده په نوم لومړۍ ټولګه نشر شوه، له کم عمرۍ نه په فرهنګي چارو کې بوخت دی، چې زیات خدمات یې د بیلابیلو ادارو له لوري ستایل شوي او جایزې ورکړل شوې. تر دا مهاله یې شاوخوا ۵۰ کتابونه نشر شوي، چې ۸ ناولونه، ۴ د لنډو کیسو، ۴ د شعرونو او ۳ د ادبي ټوټو اثار پکې شامل دي. له دې ور هاخوا یې ګڼ ژباړل شوي، تدریسي او څېړنیز کتابونه هم لیکلي دي.
له استاذ سره مې لنډه مرکه کړې، چې ښايي ځینې پوښتنې او ټول ځوابونه یې ستاسې خوښ شي.

زه: استاذ نه مې خوښیږي، چې د پخوانیو په څير مرکه له (څنګه و، څنګه نه و) پيل کړم، خو د لوستونکو په خاطر به ووایم، که لږ مو د ځان او ماشومتوب په اړه راته ووایئ
استاذ رحماني: ماشومتوب مې په يوه زرغون کلي کې تېر شوى، د سيند له شور او د غرونو له غرور سره، په ذهن کې مې د پلار ناليدلى تصور او په زړه کې مې د مور د مينې د سمندر څپې لېږدولې، پر سر مې د څلورو وروڼو او پنځو خويندو د مهربانۍ او ناز سيورى و، د کليوالو د مينې لښکر راپسې و، بس سم پاچا وم.

زه: استاذ! یو مکمل ادیب یې، ادب ډير ستر بحث دی، خو که لوستونکو ته یې په نوي او کلیشې نه راوتلي تعریف کې ورښیې، هغه به څه شی وي؟
استاذ رحماني: موږ له هر چا سره یوه اړیکه لرو، د چا ورور، د چا زوی، د چا تره، د چا لسمۍ د چا خاوند او د چا جانان کېږو، همدا مو د ژوند اړیکې دي، یوه نا مطرح شوې پوښتنه داده چې ته د ځان څه کېږې؟ له ځان سره څه اړیکه لرې؟ همدې پوښتنې یا اړیکې ته ادبیات ځواب پیدا کوي او انسان ته ځان ورپیدا کوي او ځان پېژني، په همدې حساب ادبیات د ځان او ژوند پېژندنه، د انسان او طبیعت د اړیکې تفسیر او تاویل دی، ځکه چې انسان د خپل چاپېریال له لوړو ژورو بې پروا دی، یوازې په هغه ژبه پوهېږي چې خدای پاک ورکړې، خو ادیب بیا په نورو لسګونو ژبو پوهېږي، د هر موجود ژبه او مرام درک کوي، هغه په خبرو راولي او په ژوند کې یې را شریکوي. ځکه وایو چې ادبیات له لفظي هنر ور خوا د طبیت او انسان د رازونو او ملګرۍ د تړاو او ټینګښت هنر هم دی.

زه: د مصطفی سالک په (پاتې شه باران دی) ناول کې یوځای وايي: «ادب د ژوند تفسیر او د هغې د بدلون له باره وسله او استدلال دی» تاسې د ادب او ژوند د اړیکې په اړه راته وغږېږئ!
استاذ رحماني: ادبیات د ژوند رواني تفسیر دی، ادبیات زموږ لپاره د ژوند هغه ترخې شېبې د تېرېدو وړ ګرځوي چې نه تېرېږي او ځيرک لوستونکی کولی شي چې له ادبیاتو ژوند زده کړي، په داستانونو او حکایتونو کې د یوه بشپړ ژوند کیسه شوې وي، که انسان یوازې خپلې تجربې ته منتظر شي، نو ټول عمر باید د خپل یا بل د پیل او پای لپاره انتظار وباسي او وروستی برخلیک ولولي، خو د یوه داستاني کرکټر، حکایت او یوه شعر په غېږ کې له پیل، اوج او پای سره د بل انسان بشپړ ژوند تمثلېږي او هغه ورڅخه زده کړه کوي او له ژوند سره اړیکه ټینګېږي او مهمه دا چې د ژوند او نفس په قدر پوهېږي، ځکه چې زموږ برخلیکونه سره مشابه دي.

زه: فکر کوئ چې زموږ ادبیات د ګاونډیانو او ان لیرې پرتې نړۍ سیالي کولی شي؟
استاذ رحماني: په هغه کچه چې تمه کېږي، سیالي نه شي کولی، خو زموږ ستونزه دا ده چې موږ نورو ته د خپلو ادبیاتو په ور پېژندلو کې پاتې راغلي یوو، د جاپان هایکو تر دې ځایه را ورسېده، خو زموږ د لنډیو د ښکلا او اغېز ننداره، د پښتون ولس د روان او ژوند ننداره لا دري ژبو هم نه ده کړې، موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل ممتاز ادب په ورسولو کې پاتې راغلي یوو، نورو ته د ادبیاتو ورپېژندل سیاسي او علمي ملاتړ هم غواړي، چې موږ ورڅخه بې برخې یوو، کنه له ولسي ادب پرته ګڼ داسې لیکوال لرو چې شعري پیغامونه، داستانونه او عملي څېړنې یې په نړیوال معیار برابر دي، خوشحال بابا، رحمان بابا، پیرمحمد کاروان، ګل پاچا الفت او په اوس کې ګڼ نورو ادیبان شته چې د اثارو محتوا یې نړیوال معیار پوره کولی شي، خو وايي چې «خان یې په یاران یې». له بده مرغه چې زموږ ادب کې کلیشې هم زیات دي، سنت او زوړ روایت هم د ګڼو وادبیانو د پښو جال دی چې نړیوال سټیج ته قدم نه شي اوچتولی او کمزوری کورنی ادب پنځوي.

زه: د کومو ادیبانو اثار مو څارل او یا یې اوس هم ګورئ!؟
استاذ رحماني: زه په فارسی ژبه لیکل او مطالعه دواړه کوم، یو مهال یوه رسنۍ کې د دري برخې مسوول وم، انګلیسي هم لولم او باور ورباندې لرم، اردو مې په درېیمه درجه کې ده، خو له مطالعې یې خوند نه شم اخیستلی. فارسي او انګلیسي مطالعه او لږ تر لږه د یوه مطلب لوستنه مې ورځنی عادت دی. د رابیندرناتهـ ټاګور، جبران خلیل جبران، تولستوی، شکسپیر، نزار قباني، نجیب محفوظ او اکثره نوبل ګټونکو ادیبانو اثار مې لوستي، په پښتو کې نجیب منلی، اسدالله غضنفر، ارواښاد پسرلی، دروېش درانی، مصطفی سالک، کاروان صاحب او نږدې ټول ادیبان لولم. په فارسي کې مې قهارعاصي، خالد نویسا، رزاق فاني، لیلا صراحت او نور لولم. تر ټولو لومړی ناول مې ماشومتوب کې لوستی، د مارک ټواین ټام سایر ناول ژباړه وه چې اوس مې هم په ذهن کې دی.

زه: اوسنیو ژباړو ته په کوم نظر ګورئ او کومې لارښوونې لرئ؟
اوسنۍ ژباړه ښه روانه ده، خو یو څه په عجله تر سره کېږي او یو څه هم له ژباړونکو سره د خپلو اثارو د شمېر لوړولو ناوړه تنده هم حس کېږي. بله ستونزه یې داده چې له بده مرغه لومړی لاس ژباړې مو کمې دي، مخامخ له انګریزې او عربي څخه لومړی لاس ژباړه کمه کېږي، له اردو او فارسي څخه دویم لاس ژباړې راځي. سپارښتنه مې دا د چې ژباړن باید په مبدا او مقصد ژبو دواړو باندې بشپړ حاکمیت ولري. بله دا چې ژباړن باید لیکوال هم وي، که لیکوال نه وي په خپله ژبه کې د متن تولیدولو چاره کې له ستونزې سره مخ کېږي او دا اشنايي د متن او مفهوم تر منځ خنډ جوړوي او لوستونکي د لیکوال د متن یا ار متن موخې ته نه شي رسولی. بل مهم ټکی دا دی چې ذوقي اثار تقریبا یو څه شته دي، ښه به وي چې علمي اثار په علمي ژبه وژباړل شي او د لوستونکو علمي اړتیا او فکر ته پام ورکړي.

زه: اوسنی نثر درته څنګه ښکاري؟
استاذ رحماني: په پښتو اوسني نثر کې هر لیکوال خپله لاره لري، کله چې فېسبوک ګورم ځوان ادیبان خورا ښه او روان نثر لیکي، په ځانګړي ډول هنري نثر بیخي ښه روان دی، نثر هغه وخت ښکلا مومي چې لیکوال په خپله موضوع او خپله ژبه بشپړ حاکمیت ولري، خو د علمي اثارو پښتو نثر بیا له بده مرغه یو څه ګونګ دی، د څېړنیزو اصولو او حتی د ماخذ لپاره د لوستل شوو او ژباړل شوو اثارو تر ژبني اغېز لاندې دی. همداسې ژورنالستیک نثر هم ښه دی، خو د ژباړو او اصولو اغېز په کې لیدل کېږي، یاني د روانۍ او سلاست خنډ یې ګرځېدلی دی. بله دا چې په اوسمهال کې له ادیبانو تمه همدا ده چې روان او ښکلی نثر ولیکي، خو هغه نثر چې استاد شپون لیکه، اوسني لیکوال یې نه شي لیکلی، ځکه نثر باید د ولس پوهې ته نږدې شي او هغه احساس چې له لیکوال سره دی، د لوستونکي په زړه او ذهن کې هم وغوړېږي او خلکو کې جذب شي.

زه: د ادبیاتو محصل/لوستونکي ته به مو غوره لارښوونې څه شی وي؟
استاذ رحماني: د ادبیاتو محصل که په شعوري ډول او خپله خوښه د ادبیاتو پوهنځي ته راغلی وي، بیا طبیعي ده چې خپله لاره هم پيدا کوي، ځينې محصلین دي چې فقط لوړې نومرې او د درجې نیول ورته لوی کار ښکاري، خو زه وایم نه، کمې نومرې دي یوسي، خو زیاتې لیکنې دې وکړي، هره ورځ دې یوه پاڼه ډکه کړي، د داستاني او شعر په نامه دې ګډې وډې ولیکي، خو خپل ولاړ فکر دې په خوځښت راولي. مطالعه او له استاد پوښتنې باید د هغه هره ورځنۍ دنده وي، د ادبیاتو پوهنځي کې څو کتابونه دي چې د ادب محصل یې باید خپل اساسي کرښې وبولي لکه لیکوالي، کره کتنه او ژباړه، زه دا نه وایم چې ژبپوهنه دې نه وايي، هغه ده ته ژبه ور زده کوي، خو دا نور مضامین یې د خپل ولاړ فکر په مجبوریت او د لیکنې په ارزښت پوهوي، لږ تر لږه باید له فراغت سره د روان نثر لیکل او په خپله د سوژو او موضوعاتو موندل زده کړي. ادبیات باید کسب کړي، له پوهنځي راووځي، له ادبیاتو سره کېني، ادبي ناستو کې ګډون وکړي او له چېټرونو او اثارو ها خوا ازاد کتابونه خامخا ولولي، دا زما د تحصیل تجربه هم ده.

زه: که څوک وپوښتي، چې پسرلي صیب په کوم سبک کې شاعري کړې، ټول به په اتفاق ووایي، چې تر ډیره په هندي سبک کې، خو که همدا ځواب د رحماني په اړه وي؟
استاذ رحماني: دا خو به ګرانه وي چې د ځان په اړه ووایم، خو کله چې خپل شعر ګورم او خپله ورکه پسې ګرځم، اکثره وخت یې د حمزه بابا او مصطفی سالک د غزل د ښکلا په دنګونو غرونو کې پیدا کوم، نو شاید چې د حمزه بابا د خیبر ادبي مکتب په ښکلاوو کې ورک شوی وم، ځکه په دې مکتب کې د غزل ډېر تمرکز له ادبی فنونو ور هاخوا په رواني کیفیتونو او تصویرونو کې دی او زما هم همدا ځانګړنې زیاتې خوښېږي. په هندې سبک کې مې ځینې ځانګړنې خوښې دي، مثلا مدعا المثل او ابهام، خو عام لوستونکي ورباندې زیات نه پوهېږي.

زه: پښتنو ته یو مشترک لیکدود څومره مهم دی او ولې تر اوسه په یو ګډ لیکدود جوړولو نه یو توانیدلي. زه هره ورځ له کوزنیو پښتنو سره په دې اړه بحثونه کوم، هغوی زمونږ د لیکلو په اړه او مونږ د هغوی په اړه ډير نظرونه لرو؟
استاذ رحماني: ګډ یو مشترک لیک دود د هرې ژبې یوه بنسټيزه اړتیا ده، ځکه چې د افهام او تفهیم او موخې رسولو لپاره خورا اهمیت لري، خو لکه تاسې چې وویل نه یې لرو، یوه ستونزه یې فرهنګي رېښه لري چې هغه د پښتنو بې اتفاقي ده، بله هم لهجوي خصوصیات دي چې زموږ ژبې ته یې لاره کړې او هر یوه ته خپله لهجه معیار ښکاري، خو اوس یو څه کار هم شوی دی، د ټکنالوژۍ پرمختګ، ګوګل او برېښنايي رسنیو او شبکو ته د پښتو ژبې ننوتل ددې لامل شول چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یوه پښتو ورسول شي، د معارف او تحصیلاتو په کتابونو کې هم دومره ستونزه نشته چې د افهام او تفهیم خنډ دې وګرځي، خو تر کومه چې د خیبرپښتونخوا او کوېټې د پښتنو خبره ده، زما فکر دا دی چې د کابل خوا پښتو نثر به هغوی ته په پوهاوي کې کوم خنډ ونه لري او دوی هم باید دا ومني چې د دوی نثر د اردو او انګریزي ژبو د ګرامري جوړښت تر اغېز لاندې دی، هغه پرېکړې چې د واحد لیکدود لپاره په باړه ګلۍ کې شوې وې، هغه اوس خپله بیا هم د نقد وړ دي، نن سبا له اکاډیمیو پرته پښتو په ګڼو پوهنتونونو کې تدریس کېږي، نو باید دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي. یوه ستونزه چې باید یاده یې کړم دا ده چې زموږ اکثره ګرامرپوهان د ژبې لیکوالان نه دي، ژبپوه باید لیکوال هم وي، څو د ژبې لپاره خپل اصول روان وړاندې کړي، هغه څېړونکی چې د پښتو نحوې په اړه کتاب لیکي، خپله د نحوې کتاب جملې یې په هغه ارونو برابرې نه وي چې نورو ته یې لارښوونه کوي.

زه: په شعر کې هنریت تر کومه ځایه روا دی ایا هنریت خو به ډير کله زمونږ مضمون او فکر لېږدونې ته زیان نه رسوي؟
استاذ رحماني: شعر یو ژبنی هنر دی او څه چې ادبیات له نا ادبیاتو را بېلوي، همدا هنریت دی، هنریت هغه وخت د مضمون او فکر د لېږد په لاره کې خنډ ګرځي چې د لیکوال په ښکلاييز ذوق او باور کې محوره نه شي، یا خپله شاعر پر همغه هنري خوږلت او زاویه باندې باور ونه لري، بله دا چې هنر باید د مضمون په مانا او فکر منحل او بیا مخاطب ته وړاندې شي، ځکه هنر د همدې لپاره یوه غوره وسیله ده، کنه دا خبره خو عادي کس هم کولی شي، دا هم یو بحث دی چې شاعر عادي کس دی که جلا مخلوق! خو دا موضوع له هنر سره د هر ادیب په شاعرانه چلند او ژبني تاکتیک پورې تړاو لري. کاظم خان شیدا وايي:
مضمون د شعر لکه پیکر وي
رنګ او الفاظ یې رخت او زېور وي
ور لره بویه، دا دواړه توکه
پیکر که هر څو دلرباتر وي
د شیدا فکر همدا دی چې شاعر باید هم ظاهري جوړښت او هم مضمون ته پاملرنه وکړي، خو دا اډانه د شاعر په هنر پورې اړه لري چې دا توازن څنګه ساتي، کوم شاعر چې مطرح شوی او خپله خبره یې کړې ده؛ نو له شک پرته چې ددغه توازن په هنر پوهېدلی دی.

زه: اوسني حالت او ټولنه کې د حساس شاعر ژوند څنګه دی؟
استاذ رحماني: په ننۍ ټولنه کې فکر کوم تر ټولو ځورېدلی او هېر شوی انسان حساس شاعر دی، دا حساس والی د هر هنرمن او ادیب ځانګړنه ده، ځو ځینې شاعران داسې دي چې د خپلې ځانګړې نړۍ یو اړخ او یو کرکټر یې د حالاتو په اور کې سوی او نن سبا ورته دا دنیا زندان ښکاري، همدا لامل دی چې د شعر ګڼ ښکلي خیالونه یې هم بې ګناه زنداني کړي او له خپل مخاطب سره یې ظلم کړی دی، خو دا شاعر باید را پورته شي، خپله د تخیل اشیانه اباده کړي او هغه لوستونکي ته د ژوند نغمې ووايي چې دده په برخلیک اخته کېدونکی دی، که څه هم دا کار ګران دي، خو د شاعر ټولنیز رسالت هم همدا دی او زرګونه سترګې ورته لار څاري.

زه: د لومړي ځل له پاره دې د چا او کوم شعر، نثر او ناول په زړه ښه لګیدلي؟ که له ما یې وپوښتې درته وایم چې د اردو ژبي جون الیا شاعري او د احمدي ناولونه.
استاذ رحماني: مخکې مې وویل چې لومړی ناول مې ژباړلی ناول لوستی دی، د مارک ټواین ناول دی، ټام سایر نومېږي چې ارواښاد دولت محمد لودین پښتو کړی دی. په شعر کې مې لومړی په روایتي ډول د رحمان بابا شعر لوستی، خو په معاصره شاعرۍ کې مې د استاد مصطفی سالک په غزلونو تنده ماته شوې ده. رښتیا په ماشومتوب کې مې د وزیر محمد روغ لېوني پاکه مینه کتاب هم لوستی دی.

زه: د ژورنالېزم، فلسفې او ادب خپلمنځي اړیکو په اړه څه نظر لرئ. فکر کوئ چې د یو ښه ژورنالېست کېدو له پاره باید قوي ادیب هم واوسو؟
استاذ رحماني: ژورنالېزم د حقیقت او ترخه ژبه ده، فلسفه ارام ذهني چاپېریال او د فکر پرانېستې او ازاده فضا غواړي چې نن سبا افغانستان کې نشته او د ادب دنیا خو بیا تر ډېره د تخیل او تصویر پر ځمکه ولاړه ده، دا درې واړه د انسان د پوهاوي هڅه کوي، ژورنالېزم ورته د ژوند رښتینی او تریخ اړخ وړاندې کوي، فلسفه ورته د هغه د وجود او برخلیک هغه تصور وړاندې کوي چې دی ورته وزګار نه دی او په اړه یې فکر نه کوي او ادیب کوښښ کوي چې دغه تریخ ژوند ورته د تېرولو وړ وګرځوي، خوږلت او زغم ور په برخه کړي، نو په ټوله کې د یوه ژورنالېست، ادیب او فیلسوف موخه بیا هم د ژوند بیان او د انسان کشف دی، یوازې وسیلې او لارې بدلې دي، همداسې د اغېزو مدت یې هم وېشل شوی دی. خو ننی ژورنالېزم ایجابوي چې یو خبریال باید غوره ادیب هم وي، د ځینو صحنو په کښنه کې باید ادیب شي، ادیب نظر خبریال ته پر ژبه غوره حاکمیت لري، له ژبې سره په چلند پوهېږي، همدا علت دی چې نن د ادیباتو پوهنځيو ګڼ فارغان په رسنیو کې مخکښ خلک دي. بله دا چې د ژونالېزم ژبه هم بدله شوې، ګڼ داسې ژانرونه راوتلي چې ادبي پوهه او ژبه غواړي لکه پروفایل لیکل، راپورتاژ، د ژوند کیسې، د سترګو لیدلی حال او د صحنو تصویرول.

زه: مینې او ښکلا ته تر اوسه ټولمنلی تعریف نه دی شوی، تاسې یې څنګه را معرفي کوئ؟
استاذ رحماني: د دې لپاره زما تعریف دا د چې مینه د ښکلا پر وړاندې زموږ غبرګون دی، ښکلا د مینې محرکه قوه ده، تر څو چې یو انسان له ښکلا څخه اغېزمن نه شي، مینه نه شي اظهارولی، که ښکلا نه وي، مینه ورکه ده او چې مینه پیدا شي بیا د انسان زړه او اراده په یوه ښکلي احساس کې محوه کېږي او دا احساس د انسانیت او انسان پېژندنې او د ښایست لویې هستۍ ته د رسېدنې لاره ده. که دا ښکلا حس نه شي نو بیا د خوشحال بابا خبره:
هر چې خوږ د ښکلي مخ په مینه نه وي
د دنیا پر مخ اوده راغی اوده لاړ

زه: شهید باراني دې نیږدې ملګری و، د هغه په اړه به سره وغږیږو. د هغه افکارو ته استاذ بهاند منصوري افکار ویلي؛ تاسې یې په اړه څه نظر لرئ؟
استاذ رحماني: شهید باراني زما لپاره یوه سرګردانه اروا وه، زه ورته اواره او ځوان سالک وایم چې د خپلې مینې قرباني شو، د هغه افکار د معاصرې فلسفې او سوچه اسلامي فکر رنګ لري، هغه د خدای په مینه مست مرید و چې یوه پیر هم قانع نه شو کړلی او په همدې لټون کې په ابدي سفر ووت. زه ورته منصوري افکار نه وایم، ځکه چې دی د عرفان لاروی و، د وجودالوجود او وحدت الشهود له نظریاتو وړاندې تللی و، فنا فی عشق و او د عشق په غېږ کې یې ابدي ژوند غوره کړ. هغه د ادیانو او مذهبي افکارو ژوره مطالعه درلوده، خو وروستی قناعت یې د قرانکریم له تفسیر او پوهې څخه حاصل کړ.

زه: ننګیال هغه څوک و چې سپين شعر یې تر ادبي معراجه ورساوه، وروسته دوه نور ښاغلي راپیدا شول چې یو لاهو او بل باراني و؛ تاسې د شهید باراني د سپين شعر په اړه څه نظر لرئ. په انګلیسي او اردو ژبو کې سپین شعر بیخي پراخه سینه لري، پښتو کې یې ولې پښتۍ ماتې شوې او بیخي یې شرایط محدود شوي؟
استاذ رحماني: سپین شعر د اوسنۍ نړیوالې شاعرۍ او پښتو شاعرۍ تر ټولو محبوب منظوم ژانر دی، د باراني د سپین شعر د ښکلا یو راز دا دی چې هغه د فارسي او انګریزي ادب او بیا په وروستیو کې د الماني اوسنۍ شاعرۍ ژوره مطالعه درلوده او دې مطالعې د هغه شعر ته هم ښکلا او پیاوړتیا ورکړې وه. په همدې ډول د فزیک، میتا فزیک، ماوراءالطبیعت، ګوانتم، دین او فلسفې په اړه ژورې مطالعې د هغه د شعر محتوايي اړخیز دومره پیاوړی کړ و چې ډېرو ته له عامه فهم لوړ شوی دی. ده په شعر کې ډېر ژور فکرونه اوبه کړل او تر څنګ یې د نوستالژيک درد او مایوسۍ په چیغو کې را ونغاړل.

زه: د سپين شعر په برخه کې یوازې یو شهید باراني پېژنم چې قلم ته یې د درېدلو نه ویل. څو ورځې وړاندې مې د مازدیګرۍ ویرې په اړه ستاسې یو شعر ولوست، کټ مټ مې هماغه مینه پرې ماته شوه. دا ویلی شو چې شعر دې باراني ته نذر و؟
استاذ رحماني: مننه سمسور صاحب! هو؛ یو وخت باراني تر ډېره په دري شاعري کوله، وروسته یې په پښتو شعر کې زه په تخنیکي لحاظ لارښود شوم، هغه مې وهڅاوه چې پښتو ژبه کې خپل فکر ته غځونې وکړي، په دري ادب کې مې له پرتو نادري او پښتو کې له انور وفا سمندر، غفور لېوال او څو نورو مطرح شاعرانو سره مخ کړ، دده ازاد شعر بېرته پر ما اغېز وکړ، دده د شعر مینه وال شوم، مازدیګر شعر هم په یوه ډول د هغه د تشې تاثر دی، زما یو غزل چې مطلع یې ده:
خو څېرې دې لیکونه د جانان کړل رانه لاړې
اخر دې خپل شعرونه یتیمان کړل رانه لاړې

زه: د پوهنتون استاذي سخت مسؤلیت دی؛ پکې زړه تنګی شوی خو به نه یې؟
استاذ رحماني: ما په ژوند کې له دوو مسلکونو سره مینه درلوده، یو ژورنالېزم و چې یوه لسیزه په کې پاتې شوم، درې کاله د یوې محلي راډيو مسوول وم، اووه کاله د پژواک خبري اژانس او بارو ورځپاڼې سره، خو دویم مسلک د ادبیاتو تدریس او پوهنتون کې استادي وه. د ادیب لپاره ازاد فکر او چاپېریال د خدای پاک تر ټولو غوره ډالۍ ده، دا دواړه مسلکونه زما شوقونه وو او دي، خو کله چې په خپل محصل کې د وېستلي زیار اغېز ونه ګورم، نو له دې مسلک نه هم زړه ماتی شم، کله کله فکر کوم چې بیخي ورنه ووځم، خو کله چې د خپل زیار حاصل ګورم، بیا په خپل دغه مسلک او مسوولیت ویاړم او له ځان سره ژمنه وکړم چې تر پخوا به په ښه ډول تدریس او لیکنه کوم.

زه: زیاتره ادیبان له ماشومتوبه د شعر و شاعري شوق و ذوق لري، حادثاتي ادیبان ډیر کم دي. تاسې د کومې کټیګورۍ وبولم؟
استاذ رحماني: هو؛ زه له لومړۍ ګټګورۍ څخه یم، زه له ماشومتوبه د طبیعت اغېز او د کلي ښکلي چاپېریال په شعر مین کړی وم، لومړي ستایونکي مې د کورنۍ غړي او کلیوال وو، ماته یې نوم او شخصیت راکړ او د شعر ښاپېرۍ یو ځل له خپلو همزولو په وزرونو کې را ونغاړم او یوې رنګینې فضا ته یې اوچت کړم چې تر ننه هم ددغه فضا یو الوتونکی یم.

زه: او په اخیره کې د استاذۍ کومه جالبه خاطره!
استاذ رحماني: دا هم جالبه پوښتنه ده، زموږ اصلي دنده ښوونه ده، نوم مو معلم یا ښوونکی، خو استاد بیا تر ټولو درنه کلمه ده، لومړي ټولګي ته نوي زده کړیالان راغلي وو، دوی ته چاپېریال نوی و، د مکتب په خیال کې به و، یوه ځوان لاس اوچت کړ ویل یې معلم صاحب دا دي او ها دي، هره ورځ به یې معلم صاحب ویل، که څه هم څه خبره نه وه، خو بیا به هم حیران شوم چې دا خو مکتب نه دی، بله ورځ مې ورته وویل چې معلم صاحبان دې ښوونځي کې پاتې شول او دلته استادان دي، ده سر له واره ویل : سمه ده، وبښه استاد معلم صاحب! زما په ګډون ټولو په کړس وخندل او هغه محصل اوس څلورم کې دی، اوس خوند راکوي کله کله ورته وایم، ته یو ځل معلم صاحب راته ووایه. دی وخاندي وايي وبښه استاده، پام مې نه و.
زیاته مننه… مینه او درنښت؛ هیله ده چې پوښتنو ته مې سم ځوابونه درکړي وي.

زه: غرونه مننه خوږ استاذ! خوښ شوم چې وخت مو راکړ، په بحث کې مې لږ و ډيرې ادبي اندېښنې ځواب شوې…. مینه او مننه
مرکه کوونکی: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button