میرویس اشرف: له هندوستان سره به د ۳ یو ورځنیو لوبو په اړه خبرې وشي

عزم (دوشنبه، ۱/۳/۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف پرون د هندوستان کرکټ بورډ په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.
ویل کیږي چې د دغه سفر پر مهال به د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ په همغږیو او همکاریو خبرې اترې وشي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر له سفر وړاندې په یو ویډیويي پیغام کې وویل، چې: د هندوستان کرکټ بورډ په رسمي بلنه د IPL لیګ د پلې اف او فاینل لوبو لپاره دعوت شوی یمه، چې په دې دوران کې به په څلورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړو.
نوموړي زیاته کړه: لومړۍ موضوع د په سوپرلیګ سیالیو کې د ۳ یو ورځنیو لوبو نېټې معلومول دي. ترڅنګ یې په تخنیکي مسایلو بحث دی او دا چې څنګه یو بل سره همکاري کولی شو، بالخصوص هندوستان موږ ته څومره ډاډ راکوي.
همداراز به د ۱۹ کلنو او الف لوبډلو د تګ راتګ، سیالیو او لوبلړیو په اړه خبرې وشي؛ ځکه ممکنه ده چې موږ هلته د کومې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب وکړو.
ښاغلي اشرف د پیغام په پای کې وویل چې: زموږ لوبغاړو ته د ویزو موضوع هم ډیره جنجالي شوې، چې په دې اړه به هم بحثونه وشي، څو وکولی شو په دې برخه کې لازمه اسانتیا رامنځته کړو.
نوموړی خپل سفر ګټور وباله او ویې ویل: هیله من یم چې دا به ښه او له لاسته راوړنو ډک سفر وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button