میلیټري نیوز: د ۲۰۲۱ په اګست کې پر کابل هوايي ډګر برید کوونکی پېژندل شوی و؛ خو امریکايي قوماندانانو یې د وژلو اجازه نه ورکوله

عزم (دوشنبه، ۱/۳/۱۴۰۲): انګلیسي میلیټري نیوز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پر مهال د کابل پر هوايي ډګر شوي برید ته پام اړولی.
یاد برید چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ترسره شو او شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان پکې ووژل شول، هر ځل یې په اړه د څېړنو غوښتنه شوې ده.
تازه ملیټري نیوز د هغه امریکايي عسکر خبرې را اخیستې چې یاد برید کې یې یوه پښه او لاس له لاسه ورکړي دي.
نښه ویشتونکي ټایلر وارګاس د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې ته ویلي، چې: ده له برید وړاندې بریدګر پېژندلی و.
نوموړی څرګندوي: «ما بریدګر له وړاندې وپېژانده خو پوځي قوماندانانو اجازه رانکړه چې ډزې پرې وکړم.»
که څه هم د امریکا امنیتي ادارو او تخلیې ماموریت مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ټایلر له خبرو وروسته د استازو جرګې له پنټاګون څخه د یادې پېښې د ځواب غوښتنه کړې ده.