د شاتو مچۍ به دوزخ ته نه ځي

مفتی محمد شفيع صاحب رحمه الله د سورت النحل د لاندني آيت کريمه په تفسير او تشريح کې د شاتو مچيو عجيب او غريب معلومات ليکلي، په پای کې يې ديوه حديث په ذکر کولو دا هم ثابته کړې چې د شاتو مچۍ به دوزخ ته نه ځي، راځئ چې له همدغو په زړه پورې ليکنې څخه عجيب او غريب معلومات ترلاسه کړو :
(وَاَوْحٰی رَبُّکَ اِلَی النَّحْلِ اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا یَعْرِشُوْنَﮓﺫ ثُمَّ کُلِیْ مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُکِیْ سُبُلَ رَبِّکِ ذُلُلًاﺚ یَخْرُجُ مِنْۭ بُطُوْنِھَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُھ۫ فِیْھِ شِفَا۬ئٌ لِّلنَّاسِﺚ اِنَّ فِیْ ذٰلِکَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَکَّرُوْنَ)
اَوْحٰی : دلته په خپل اصطلاحي مفهوم کې نه دی، بلکې په لغوي معنی کې دی، هغه دا چې متکلم مخاطب ته کومه خاصه خبره په پټ ډول په داسې طريقه ور زده کړي چې نور خلک پرې پوه نشي.
النَّحْلِ : د شاتو مچۍ د خپل عقل، فراست او غوره تدبير په لحاظ په ټولو ځناورانو کې يو ممتاز حيوان دی، له همدې امله الله تعالی هم په امتيازي شان سره خطاب ورته کړی، د پاتې نورو حيواناتو په باره کې يې د کلي قانون په طريقه اَعْطَی کُلَّ شَیْء‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَی فرمايلي دي، البته د همدغه کوچني مخلوق په باره کې يې په ځانګړي ډول اَوْحٰی رَبُّکَ وفرمايل، په کوم کې چې دې خبرې ته اشاره ده چې مچۍ په نسبت سره نورو ځناورانو ته د عقل، شعور او پوهې په لحاظ يو امتيازي حيثيت لري.
د شاتو مچيو د پوهې او فراست اندازه د دوی د حکومت له نظام څخه ښه معلوميدلای شي، د همدغه ضعيف ځناور د ژوند نظام د انساني سياست او حکمراني په اصولو باندې چليږي، ټول نظم او نسق د يوې غټې مچۍ په لاس کې وي، کومه چې د ټولو مچيو واکمنه (اميره) وي، د هغه د نظم او د کارونو د ويش له امله ټول نظام صحي او سالم چليږي، د دوی همدغه عجيب او غريب نظام ته او کلکو (ټينګو) اصولو او قوانينو ته چې وکتل شي نو انساني عقل بيخي ورته حيرانيږي، په خپله همدغه ملکه د دريو هفتو په موده کې له شپږ زره نيولې تر دوولس زره پورې هګۍ اچوي، دا د خپل قد او قامت، د وضع او قطع په لحاظ له نورو ممتازه وي، همدغې ملکې د کارونو د ويش په اصولو باندې خپل رعيت په مختلفو کارونو ګمارلی وي، په هغو کې يو شمير يې د چوکيداري (پهره داري) دنده ترسره کوي، کوم نامعلوم او باندنی کس نه پريږدي چې داخل ته ولاړ شي، يو شمير يې د هګيو ساتنه کوي، يو شمير يې د نابالغو بچيانو تربيه کوي، يو شمير يې د معماري او انجينري کارونه پر مخ بيايي، د دوی لخوا جوړې شوې زياتره د شاتو خانې (کورونه) له شل زره تر ديرش زره پورې وي، ځينې موم جمع کوي او معمارانو ته يې رسوي، په کوم سره چې هغوی خپل کورونه جوړوي، دا موم په نباتاتو باندې له پراته سپين صفوف څخه جوړوي، په ګني باندې همدغه ماده ډيره زياته ليدل کيږي، په دوی کې يو شمير په مختلفو ميوو او ګلانو باندې کيني او هغه زبيښي، کوم چې بيا د دوی په خيټه (نس) کې په شاتو بدليږي، دغه شات د دوی او د دوی د بچيانو غذاء ده، او همدا زمونږ ټولو لپاره هم د لذت او غذاء جوهر، د دواء او شفاء لپاره نسخه ده، همدغه مختلفې ډلې په ډير زيات کوښښ خپلې خپلې دندې سرته رسوي، او د خپلې ملکې حکم په زړه او ځان قبلوي، که چيرته په دوی کې کومه يوه يې په ګندګي باندې ناسته وي نو د شاتو پهره دار هغه د باندې ايساره کړي او ملکه هغه ووژني، د دوی همدغه حيرانوونکي نظام او غوره کردار ته چې وکتل شي نو انسان بيخي حيران ورته پاتې شي (الجواهر).
بُیُوْتًا : په اَوْحٰی رَبُّکَ سره چې کوم هدايت ورکړی شوی په هغه کې دا لومړنی هدايت دی په کوم کې چې د کور جوړولو ذکر شوی، دلته دا خبره د غور وړ ده چې هر ځناور د اوسيدا لپاره خپل کور جوړوي، بيا په همدې اهتمام سره مچيو ته د کورونو جوړولو حکم ورکولو خصوصيت څه دی، بيا دلته د (بيوت) لفظ استعمال شوی کوم چې عمومًا د انسانانو د کورونو لپاره استعماليږي، په دې سره يو ديته اشاره ده چونکه مچۍ شات جوړوي، له همدې امله لومړی دې يو محفوظ کور ورته جوړ کړي، دويم ديته اشاره ده چې کوم کور دوی جوړوي هغه د عامو ځناورانو د کورونو په څير نه ده، بلکې د هغه جوړښت په يوه عجيبه او غريبه طريقه ده، لهذا د دوی کور د عامو ځناورانو له کورونو څخه ممتاز دی، کوم ته چې وکتل شي نو انساني عقل هم حيران ورته پاتې شي، د دوی کور په مسدس شکل کې وي، که چيرته هغه ناپ کړی شي نو د ويښته په اندازه فرق (توپير) به هم پکې پيدا نکړی شي، له مسدس شکل پرته دوی نور شکلونه لکه مربع او مخمس ځکه نه جوړوي چې په هغو کې ځينې خانې بيا بيکاره پاتې کيږي.
الله تعالی مچيو ته يوازې د کور جوړولو حکم نه دی کړی، بلکې دوی ته يې د اوسيدو ځای هم ور ښودلی، چې په کوم لوړ ځای کې اوسيدل ورته پکار دي، ځکه چې په همداسې ځای کې شاتو ته تازه او صفا هواء رسيږي، او له کړچينې هواء څخه بچ وي، له ماتيدو او ورانيدو څخه محفوظ وي، چنانچه فرمايي :
مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا یَعْرِشُوْنَ : يعنې د همدغو کورونو جوړول په غرونو، ونو او لوړو ځايونو کې پکار دي، ترڅو چې شات بيخي په محفوظه طريقه تيار کړی شي.
ثُمَّ کُلِیْ مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ : دا دويم هدايت دی په کوم کې چې مچيو ته حکم شوی چې د خپلې خوښې او رغبت مطابق له ميوو او ګلانو څخه خوراک وکړئ، دلته مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ ويل شوي، خو دلته په ظاهره د (کل) له لفظ څخه د ټولې نړۍ ميوې او ګلان مراد نه دي، بلکې تر کومه ځايه چې دوی په آسانی رسيدلای او مطلب ترلاسه کولای شي، د (کل) همدغه لفظ د ملکې سبا په واقعه کې هم راغلی، وَاُوْتِيَتْ مِنْ کُلِّ شَیْ ءٍ، او ښکاره ده چې هلته هم کُلّی استغراق مراد نه دی، چې له ملکې سبا سره هوائي جهاز، اورګاډی او موټر هم لازم شي، بلکې د هماغه وخت ټول ضروريات او مناسبات مراد دي، دلته هم له مِنْ کُلِّ الثَّمَرٰتِ څخه همدغه مراد دي، همدغه مچۍ داسې لطيف (باريک) او قيمتي اجزاء څښي چې نن ورځ د ساينس په زمانه کې په مشينونو سره هم هماغه اجزاء نشي را ويستل کيدای.
فَاسْلُکِیْ سُبُلَ رَبِّکِ ذُلُلًا : دا مچيو ته درييم هدايت ورکړی شوی چې د خپل رب په جوړو شويو ليارو باندې ځئ، دوی چې کله له کورونو څخه ليرې ځايونو ته له ميوو او ګلانو څخه د خوراک کولو لپاره ځي، نو په ښکاره بيرته خپلو کورونو ته د دوی راتلل مشکل وو، خو الله تعالی د دوی لپاره ليارې آسانې جوړې کړې، چنانچه دوی څو ميله ليرې ځي او پرته له ورکيدا بيرته خپلو کورونو ته را رسيږي، الله تعالی جل جلاله په فضاء کې د دوی لپاره ليارې جوړې کړې، ځکه چې د زمکې په کږو ليارو کې د دوی د ورکيدا ويره وه، الله تعالی جل جلاله فضاء د همدغې عاجزې مچۍ لپاره مسخره کړه، ترڅو پرته له کومې سختی او خنډ په آساني خپلو کورونو ته ورسيږي.
له دې وروسته د وحې د همدغه حکم چې کومه حقيقي ثمره وه هغه بيانوي یَخْرُجُ مِنْۭ بُطُوْنِھَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُھ۫ فِیْھِ شِفَا۬ئٌ لِّلنَّاسِ : چې د دوی له خيټو څخه د مختلفو رنګونو مشروبات راووځي، په کومو کې چې ستاسو لپاره شفاء دی، د رنګ اختلاف د غذاء او موسم د اختلاف په بناء دی، همدا لامل دی که چيرته په کومه سيمه کې کومه ځانګړې ميوه يا ګلان ډير وي نو د همدغې سيمې په شاتو کې به د هغو خوند (ذائقه) او اثر ضرور وي، شات چونکه عمومًا د سيالې (بهيدونکې) مادې په شکل کې وي، له همدې امله يې ورته شراب (د څښلو شی) وفرمايه، په همدغه جمله کې هم د الله تعالی جل جلاله د وحدانيت او د کامل قدرت قاطع دليل موجود دی، چې د يوه کوچني ځناور له خيټې څومره ګټور او د څښلو خوږ شی راووځي، سره له دې چې همدغه ځناور په خپله زهر لرونکی دی، له زهرو څخه دا ترياق په رښتيا چې د الله تعالی د کامل قدرت يو عجيب مثال دی، بيا د قدرت دا ډيره عجيبه او غريبه صنعت ګري ده چې د شيدو ورکوونکو حيواناتو شيدې د موسم او غذاء په اختلاف سره سرې يا زيړې کيږي نه، او د مچيو شات په مختلفو رنګونو کې وي.
فِیْھِ شِفَا۬ئٌ لِّلنَّاسِ : شات لکه څرنګه چې قوت ورکوونکې غذاء، د خوند او مزې سبب دي، همدارنګه د مرضونو لپاره د شفاء نسخه هم ده، او ولې به نه وي، د خالق کائنات همدغه باريک ګرځيدونکی مشين کوم چې له هر ډول ميوو او ګلانو څخه مقوی عرق او پاک جوهر زبيښي او بيا يې په خپلو محفوظو کورونو کې ذخيره کوي، نو که چيرته په جړو بوټو کې د دواء اجزاء شتون لري بيا به د دوی په جوهر کې ولې نه وي، په بلغمي مرضونو کې بلا واسطه او په نورو مرضونو کې چې له نورو اجزاؤ سره ګډ شي شات د دواء په ډول استعماليدی شي، طبيبان يې په معجونو کې په ځانګړي ډول استعمالوي، د شاتو يو ځانګړی خصوصيت دا هم دی چې په خپله هم نه خرابيږي او تر اوږدې مودې پورې د نورو شيانو حفاظت (ساتنه) هم کوي، همدا لامل دی چې طبيبان يې له زرګونو کلونو راهيسې د الکحل پر ځای استعمالوي، شات مسهل دي او له خيټې څخه د فاسدو شيانو په ويستلو کې ډير ګټور دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې يوه صحابي رضی الله عنه د خپل ورور د ناروغي حال بيان کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د شاتو څښلو مشوره ورکړه، دويمه ورځ بيا راغی او وې ويل چې ناروغ هماغسې دی، رسول الله بيا همغه مشوره ورکړه، په درييمه ورځ کله چې هغه بيا وويل چې په ناروغي کې يې کوم فرق نه دی راغلی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : صدَقَ اللَّهُ وَکَذَبَ بطْنَ اَخِيْکَ، يعنې د الله تعالی جل جلاله خبره له شک پرته رښتونې ده، ستا د ورور خيټه دروغژنه ده، مراد دا ده چې قصور د دواء نه دی، د ناروغ د ځانګړي مزاج له امله يې زر اثر ښکاره نشو، له دې وروسته يې بيا پرې وڅښل او ناروغ ښه شو.
دلته په قرآنکريم کې شِفَا۬ئٌ نکره تحت الاثبات ده، له کوم څخه چې د هر مرض لپاره د دوی شفاء کيدل خو نه معلوميږي، ليکن د شفاء تنوين کوم چې د تعظيم لپاره دی په دې خبره ضرور دلالت کوي چې د شاتو شفاء ستره او ممتازه ده، او د الله تعالی يو شمير اهل دل بندګان هغه هم دي کوم چې د هر مرض لپاره د شاتو په شفاء کيدو کې هيڅ شک نلري، د دوی د خپل رب د همدغه قول په ظاهر دومره محکم يقين او مضبوطه عقيده ده چې دوی د دانکو او د سترګو علاج (درملنه) هم په شاتو سره کوي، او د بدن د نورو مرضونو درملنه هم پرې کوي، د حضرت عمر رضی الله عنه متعلق په روايتونو کې راغلي چې که د ده په بدن به دانکه هم راوختله نو په هغې به يې شات ومښل او په همدې به يې د هغې درملنه کوله، يو شمير خلکو د همدې پوښتنه ترينه وکړه، هغه په ځواب کې ورته وويل : آيا الله تعالی جل جلاله په قرآنکريم کې د شاتو متعلق داسې نه دي فرمايلي فِیْھِ شِفَا۬ئٌ لِّلنَّاسِ (قرطبي).
الله تعالی جل جلاله له خپلو بندګانو سره هغه ډول معامله کوي څرنګه چې د همدغو بندګانو د خپل رب متعلق عقيده وي، په حديث قدسي کې فرمايي : اَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِیْ بِیْ، يعنې الله تعالی جل جلاله فرمايي چې بنده په ما باندې څه ډول ګمان لري زه له هغه سره يم (يعنې د هغه د ګمان مطابق چلند ورسره کووم).
اِنَّ فِیْ ذٰلِکَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَکَّرُوْنَ : الله تعالی جل جلاله د خپل کامل قدرت د پورته ذکر شويو مثالونو له بيانولو وروسته انسان ته بيا د غور او فکر کولو بلنه ورکړې، چې د قدرت په همدغو مثالونو کې غور او فکر وکړه او وګوره چې الله تعالی مړه زمکه د اوبو په ورولو ژوندی کوي، هغه د ګندګي او نجاست له مينځ څخه ستاسو لپاره د صافو، شفافو او خوندورو شيدو نالۍ روانوي، هغه د انګورو او کجورو په ونو کې خوږې ميوې پيدا کوي، له کومو چې تاسو خوږ شربت او خوندورې مرباوې جوړوی، هغه د يوه کوچني زهر لرونکي ځناور په ذريعه ستاسو لپاره د خوند، خوراک، غذاء او شفاء لپاره بهترين سامان تياروي، آيا اوس هم تاسو بتان رابلی؟ آيا اوس هم ستاسو عبادت او وفاء د خپل خالق او مالک پر ځای د ډبرې او لرګي بې روحه بتانو لپاره دی؟ او ښه پوه شئ ! آيا دا هم ستاسو په عقل کې راتلای شي چې همدغه هر څه به د ړندې، ګڼې او بې شعوره مادي جوړښت وي؟ د صنعت او کارګري دا بې شماره کارونه، د حکمت او تدبير دا حيروانوونکې کارنامې، د عقل او پوهې دا بهترينې پريکړې د خپلې ژبې په حال سره په چيغو چيغو نعرې وهي چې زمونږ خالق يو دی، يکتا او حکمت لرونکی خالق هغه د عبادت او وفاء مستحق دی، هغه مشکل کشاء دی، د حمد او شکر هغه لايق دی.
د شاتو مچيو يو خصوصيت دا هم دی چې د دوی په فضيلت کې حديث راغلی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اَلذُّبَانُ کُلُّهَا فُی النَّارِ يَجْعَلُهَا عَذَابًا لِّاَهْلِ النَّارِ اِلَّا النَّحْل (نوادرالاصول، بحواله قرطبي).
ژباړه : يعنې د نورو ضرر رسوونکو ځناورانو په څير د مچيو ټول قسمونه به هم دوزخ ته ځي، کومې به چې هلته په دوزخيانو باندې د عذاب په ډول مسلط کولی شي، پرته د شاتو له مچيو چې دوی به دوزخ ته نه ځي.

ليکوال : مفتي محمد شفيع صاحب رحمه الله
ژباړه : م. نجم الرحمن (فضلي)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button