د زابل قومي مشران: د نظام ساتنې لپاره هر ډول قرباني ته تیار یو

عزم (دوشنبه، ۱/۳/۱۴۰۲): تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږي د زابل ولایت د شینکۍ، اټغر او سیوري ولسوالیو له قومي مشرانو سره غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې د یاد وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د زابل والي، د علماؤ شورا غړیو او ګڼو سپین ږیرو پکې برخه اخیستې وه، د ولس او نظام ترمنځ د متقابلو اړیکو په اړه پکې خبرې وشوې.
د لیدنې په پیل کې د قومي سپین ږیرو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې، د تېر اشغال ماته او د اسلامي نظام قائمېدل یې د قومونو د قربانیو او یووالي برکت وباله او څرګنده یې کړه چې: «موږ د دې نظام تر څنګ ولاړ او هر ډول قربانۍ ته تیار یو.»
قومي مشرانو د هیواد امنیت او یووالی بې ساري یاد کړل او له حکومت څخه یې د څلورو ولسوالیو د سړک رغېدو او د لوی پله جوړېدو غوښتنه وکړه.
بل لور ته د قبایلو چارو سرپرست قومي مشرانو ته د ستونزو د حلولو ډاډ ورکړ او ویې ویل: ستاسې ټولې ستونزې به موږ د حل په موخه تر لوړو مقاماتو رسوو.
ده زیاته کړه: «لکه څرنګه مو چې پرون جهاد یوه فریضه وه اوس مو د دې ولس ساتل، د دوی ستونزو حل کول، دوی ته خدمت کول یوه فریضه ګڼلې ده.»
سرپرست وزیر همداراز وویل: تاریخ مه هېروئ، افغانان په هر انقلاب کې اتلان لري، دا یو ډېر لوی تاریخ دی چې د شینکۍ سیوري او اټغر خلکو لوی ملا صاحب رحمه الله ته په خپله غېږه کې ځای ورکړی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button