برېښنا شرکت: صنعتي فابریکو ته برېښنا ورکول مو لومړیتوب دی

عزم (دوشنبه، ۱/۳/۱۴۰۲): صنعتي فابریکو ته برېښنا ورکول د افغانستان د برېښنا شرکت لومړیتوب دی.
دا خبرې د یاد شرکت رئیس د ملت سټېل نومي اوسپنې ویلې کولو فابریکې څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
دغه لیدنه چې پرون د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع په ملتیا ترسره شوه، د برېښنا شرکت رئیس ملا محمد حنیف حمزه پکې د ملت سټيل فابریکې د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
نوموړي په دې مهال وویل:« د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم صنعتي فابریکو ته د ډاډمنې برېښنا چمتو کول او برېښنا آسانتیاوو برابرول، د برېښنا شرکت په لومړیتوب کې دی او امکاناتو ته په کتو سره له هرې ممکنې لارې هڅه کوو، څو صنعتي فابریکو ته د برېښنا برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړ.»
په ورته وخت کې د ملت سټېل فابریکې څښتن حاجي نقیب الله نظري د ورغلي پلاوي له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې: د هېواد د پرمختګ او صنعت د لا پیاوړتیا په موخه به نور کوټلي ګامونه هم اخلي، چې په دې کار سره به د وزګارتیا ستونزه را کمه او د پانګونې کچه لوړه کړي.
ده زیاته کړه چې د برېښنا شرکت او تولیدي فابریکو ترمنځ به د همکاریو کچه د پخوا په پرتله نوره هم پراخه شي چې ورسره به د صنعت په برخه کې هم مثبت بدلون رامنځته شي.