ایران: د هیواد په لوېدیځ کې مو یوه اسراییل پلوې وسله ډله نیولې ده

عزم( دوشنبه، د غبرګولي لومړۍ: ۱۴۰۲): ایراني چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د اسراییلو اړوند یوه وسله ډله یې نیولې او دقانون منګولو ته یې سپارلې ده.
د ایراني د امنیت وزارت تېره جنوري هم اعلان کړی و چې دوه ډلې مو اسراییلو ته د جاجوسۍ پر تور نیولي دي.
د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب په خپلو خبرو کې منلې چې د اسراییلو اړوند یې ترهګره ډله د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا نېول شوې او د پوښتنو ګروېګنو لاندې ده.
د “فارس” خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي خطیب د یادې ډلې پر اړه کوم ځانګړي څه نه دي ویلي او نه یې پړ اړه کوم جزیات ورکړي؛ خو یوازې یې دومره څرګنده کړه چې دا ډله یې د ایران په لوېدیځه برخه کې نیولې ده.
دا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د ایران او اسراییلو ترمنځ ترینګلتیا زیاتېږي. د یاددونې وړ ده چې د ایران د امنیت وزارت مسوولینو په تېره جنوري میاشت کې هم د دوو ډلو د نیولو خبر ورکړی وو. د یاد وزارت د رسنیزو برخو مسوولینو په ډاګه نه کړه چې له دوی سره یې څه نیولي، خو دومره یې څرګنده کړه چې یادو خلکو امریکا او اسراییلو ته جاسوسي کوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button