مازيګر دی او شفق د غرو په سر لګېږي / باغبان

مازيګر دی او شفق د غرو په سر لګېږي
د ښايستونو اور دې سم د زړه په ور لګېږي
ما خو مې خپل زړګي ته دوه لاسونه کلک نيولي
خو د عقاب سترګو نظر يې په هنر لګېږي
پښتون بچی د زمانې پداسې دام کې ګير دی
چې دوجود قوت يې ټول په لرو بر لګېږي
ستا د جلال ، غېرت او ننګ کيسې دي تتې پاڼې
بس دالفت په ټکي خوږ زما نظر لګېږي
د دې مظلوم سړي د زړه له آه لرې اوسه
دا تېره غشي سمدلاسه په ټټر لګېږي
باغبانه لاره پوو کوه او قدم ورو، ورو اخله
هغه پرېوتي چې لاسونه يې په غر لګېږي
حفيظ الله باغبان
جلال اباد د هډې کلی ۱۴۰۲/ ۲ / ۲۸