پۀ نړۍ کې تر ټولو غولوونکی شعار (جُمهوري اسلامي) دی!

امین وردګ
شعارونه خو پۀ لدړو دي! مګر تر ټولو زیاتې خاورې چې د ساده لوحو مسلمانانو پۀ سترګو کې ور اچوي، هغه د (جُمهوري اسلامي) پۀ نوم دروغجن شعار دی.
تاسو خو د دغو متضادینو الفاظو څخه جوړ مرکب اسم مانا ته سم ځیر شئ! جُمهوري، بیا اسلامي!!! وا سړیه! خو یا یې جُمهوري کړئ او یا هم اسلامي! جمهوري اسلامي نو بیا څۀ مانا؟ اسلام خو واحد امر او واحد قانون دی، چې واحد ذات د واحد شخص پۀ واسطه موږ ته د (وحدت) لپاره رالېږلی! نو کله چې واحد قانون موجود وي، جمهوریت ته بیا څۀ اړتیا ده!
که د دغۀ مرکب اسم اساس او فلسفه وکتل شي، نو څرک یې لا له اسلام سره تړاو نۀ لري.
پخوانیو انسانانو بۀ د حکومتونو لپاره پۀ خپلو قبیلو کې هغه څوک ټاکل؛ چې د حکومتولۍ پوره وړتیا بۀ یې لرله او بیا بۀ یې هغوی ته نُجباء یا نجیب زاده ګان ؛ اشراف یا هم شریف زاده ګان ویل او د هغوی بۀ یې دومره عزت او احترام کولو؛ لکه موږ چې د خپل پیغمبر کوو؛ ځینو خو بۀ یې آن سجدې لا ورته لګولې او خپل مشران بۀ یې؛ د ځانونو، نسلونو، مالونو او حتی ځمکې او آسمان ناجیان بلل.
چې هغوی تاریخ د امپراتورانو، پاچاهانو او سلاطینو پۀ نوم ثبت کړي دي.
خو کله چې اسلام منځته راغی او د الله ستر نازولي نبي (صل الله علیه و آله و سلم) مدینه منوره، ورپسې مکه مکرمه او ځینې نور ښارونه فتح کړل، نو پر مفتوحه سیمو یې د اسلام پۀ نوم واحد قانون حاکم کړ.
مګر کوم وخت چې سردار د عالم له دنیا رخصت شو، نو د حکومت واګې د دۀ مبارک صحابه کرامو (رضی الله تعالی عنهم اجمعین) پۀ لاسو کې واخیستې او موږ ته یې د اجماع او قیاس اساس کېښود؛ البته د قرآن کریم او نبویه احادیثو تر سیوري لاندې.
دغه نکته ډېره حساسه ده! نو باید پۀ دقت او پوره مهارت سره ورته وکتل شي او هغه داسې:صحابه کرامو، تابعینو او تبع تابعینو پۀ اسلام کې کوم څۀ زیات کړي او یا ترې کم کړي نۀ دي! یوازې پۀ هغو نکتو کې یې خپل نظرونه وړاندې کړي؛ چېرې چې موضع نویې وي او پۀ هکله یې پۀ قرآن کریم او نبوي احادیثو کې صریح یادون نۀ وي شوی؛ لکه پۀ اوس کې چې کوم وسائل، وسائط؛ لکه سټلایټونه ، ډرون الوتکې او کېمرې ، اوبتلونه، ټلیفونونه، ټلویزیون او راډیوګانې، یا داسې نور… شیان دي، چې دا یو هم پۀ قرآن کریم او مبارکو احادیثو کې صریحاً نشته او نۀ دي یاد شوي ! ځکه خو پۀ داسې مواردو کې له اجماع او قیاس څخه کار اخیستل کیږي.
پۀ هر حال…تاسو پۀ ((الیوم اکملت لکم دینکم…) کې شک مۀ کوئ! دین یقیناً کامل دی، مګر له قرآن کریم سره نبوي احادیث، اجماع او قیاس اړین دي، همدا راز د سلف صالحینو زرین اقوال، خو چې د اسلام له اصل (قرآن کریم) سره ټکر نۀ وي.
مطلب چېرې چې کومه موضع پۀ قرآن کریم، یا محمدي احادیثو کې واضحه شوې وي، هلته نۀ اجماع ته اړتیا شته او نه هم قیاس ته؛ خو چېرې چې واضح حکم نۀ وي موجود، نو بیا پرته له اجماع او قیاس څخه بله لاره نشته؛ الله دې وکړي چې پوه شوي بۀ یاست!!!
راځو اصل مطلب ته! د اسلام دښمانانو خو بیخي ډېر کوښښونه وکړل چې د دغۀ ستر الهي قانون د نفاذ او حاکمیت مخه ونیسي او پدې هکله یې له هرې ممکنه لارې څخه کار واخیست، اما څۀ پۀ لاس ورنغلل؛ بلکې لا بۀ یې تاوان وکړ او مسلمانان بۀ تر هغۀ پسې قوي شول، تر دې چې د عثماني خلافت دور راغی او زیاترې کفري نړۍ ائتلافونه رامنځته کړل او نظامي اتحادیې یې جوړې کړې، چې تر ټولو زیات فکري او فزیکي تمرکز یې پر دغۀ څۀ باندې شپږ سوه کلن اسلامي خلافت وکړ، تر څو د مسلمانانو د وحدت رمز او یوازینی اقتدار له منځه یوسي، چې بیا لومړۍ نړیواله جګړه رامنځته شوه او پۀ نتیجه کې یې (زموږ د ناغېړیو او خوبونو له امله) زموږ یاد زعامت و نړېد. انالله و اناالیه راجعون.
کله چې زموږ خلافت چپه شو، نو دوی دستي لاس پر کار شول؛ اسلامي قلمرو یې تجزیه کړ او پر وړوکو وړوکو امارتونو یې ووېشلو.
دوی پوهېدل او د خپل پیر ارسطو نسخه یې یاد وه! ځکه خو یې زموږ د وړوکو امیرانو فکرونو ته د پاچاهۍ خیالات ور تزریق کړل او پۀ دغۀ ډول یې زموږ د بیا انسجام مخه د تل لپاره و نیوله او دا کار تر ډېره د انګلیس شیطاني مخکښانو د اهل کتابو (یهود او نصاراؤ) پۀ مشوره تر سره کړ، خو بیا یې بۀ هم خطرات محسوسول.
دا چې دوی له وخته لا د مسلمانانو پر نویو نسلونو مخفیانه پانګونه کړې وه او ډېر یې د خپلې اډیالوژۍ سره سم روزلي وو، ځکه خو نو ډاډه وو؛ چې کۀ چېرې د مسلمانانو دغو وړوکو نظامونو ته د جُمهوریت شکل ورکړل شي، نو ایله بیله بۀ د دوی کرلي نیالګي بار ونیسي.
پر همدې توافق وشو؛ چې نور نو د دې وخت را رسېدلی، ترڅو د جوړې طرحې لپاره پلانونه تیار کړي او عملي جامې ور واغوندي، خو دلته یو ستر خنډ لا پاتې ؤ! او هغه دا چې؛ که د مسلمانانو له ټولنو او حکومتونو څخه د اسلام نوم لیرې کړل شي، نو دوی خامخا حساسیت ښيي او چوپ نۀ کښېني ؛ ځکه خو دا موضع جداً تر بحث لاندې شوه؛ له ښۀ ډېر فکر کولو وروسته پر دې بحث پیل شو؛ چې له جُمهوري سره باید اسلامي نوم هم ضم شي؛ بیا پر دې هم اعتراضونه وشول؛ چې څرنګه ممکنه ده؛ ترڅو د مسلمانانو غوڅ اکثریت تېر باسو او پۀ سترګو کې یې خاورې ور واچوو؟ بیا د دې پوښتنې د ځواب لپاره هم دلائل وړاندې شول، چې عمده یې دغه دوه وو:
ا- د مسلمانانو نوی نسل زیاتره دوی روزلی! ځکه خو بۀ پۀ دغۀ مورد کې د یوې آلې پۀ توګه وکارول شي او ستر داخلي جلنجونه بۀ دوی خپله دفع کړي.
ب- مسلمان ته فقط کافر مۀ وایئ! یانې د مسلمان نوم مۀ ترې لیرې کوئ، نور کفري قوانین هم درسره مني او دغې نکتې ته بۀ هم د ډېرو محدودو کسانو ورپام شي؛ چې جُمهوري او اسلامي سره متضاد الفاظ دي؛ نو څرنګه کېدی شي چې له ترکیب څخه یې واحده مانا واخلو؟
لنډه دا چې؛ پر یاد شعار اتفاق راغی او دا یې د مسلمانانو لپاره د نويو حکومتونو نوم خوښ کړ او همدا یې د رسمي تعاملاتو او ديپلوماتیکو اړیکو لپاره سره کرښه یاده کړه، ځکه خو تر اوسه لا هم همغه شېوه چلیږي.
ګواکي کۀ چېرې د کوم اسلامي هېواد حکومتي جوړښت جمهوري نۀ وي، هغه هېواد پۀ رسمیت نۀ پېژني؛ مګر دا چې وچ زور و ویني! خو بیا بۀ هم موقع ته ګوري.
ښۀ نو! کۀ زما تحلیل سم نۀ وي؛ نو ماته دې یو څوک ووایي چې: کۀ موږ له جُمهوري اسلامي څخه دا اسلامي لفظ لیرې کړو (لکه د ع او غ له ادارې څخه چې جان کیري لیرې کړی ؤ!) څۀ ستونزه بۀ رامنځته شي؟ معلومه ده چې هېڅ! د کرزي حکومت ته یې هم جُمهوري اسلامي نوم ورکړی ؤ، خو جوړ امریکایانو کړ او قانون یې د اسلامي نظام د قوانینو خلاف ؤ، چې دا موضع بیا بېله ده! که څوک غواړي چې اعتراض وکړي او یا ځان پوه کړي؛ نو هغه دې حقائق ولولي؛ خامخا پوهیږي ان شاءالله.
د غني حکومت هم جُمهوري اسلامي ؤ، خو کفارو ته یې امن او سکون ورکاوۀ، مګر مسلمانانو ته یې د نمرود انګار تیار کړی ؤ او پۀ ټولو زندانونو کې بۀ یې پاک اقشار پۀ ناپاکو لاسونو تعذیبول.
خو کله چې جان کیري د ع او غ حکومت رامنځته کړ، نو یې هغه اسلامي لفظ یومخ ترې حذف کړ او (حکومت وحدت ملي) نوم یې پرې کېښود، خو هېچا هم اعتراض و نۀ کړ او نۀ د چا دغې حساسې نکتې ته چندان ورپام ؤ؛ مګر ما هغه مهال هم دا خبره کړې وه چې؛ هدف یې د اسلامي لفظ لیرې کول او پدې هکله د خلکو عکس العمل دی ؛ خو دا چې چا سوڼ و نۀ وهلو، نو دوی هم مطمئن شول چې مسلمانان پۀ ریښتیا ویدۀ دي!
ګورئ! زۀ بۀ تاسو ته یو ډېر ساده مثال وړاندې کړم؛ خو مخکې یوه پوښتنه درنه کوم: ریښتیا ووایاست! پۀ ټولنو کې ښۀ خلک ډېر وي که بد؟ یانې د الله پاک پر قانون برابر خلک لږ دي کۀ ډېر؟ معلومه ده چې پۀ ۷۱ فرقو کې یوه ناجیه ده! ګواکي پۀ ۷۱% کې یوازې یوه سلنه خلک د الله پر لاره برابر وي، چې د دغۀ شمېر پر اساس پۀ سلو کې یوه نیمه سلنه خلک سم ثابتیږي او دا پاتې آتۀ نیوي نیم یې ټول د شیطام پر پلۀ روان وي.
اوس نو تاسو ووایاست! کۀ چېرې موږ جُمهوري نظام د اسلام ضد و نۀ بولو او خپل حکومت پر همدغۀ منوال رامنځته کړو؛ آیا ممکنه ده چې یوه نیمه سلنه خلک دې له آته نیوي نیمې سلنې څخه میدان وګټي؟
بله واورئ! پۀ اسلام کې د زعیم لپاره د وړتیا شرائط موجود وي! یانې هر بانجان او بادرنګ امیر، یا امیرالمؤمنین نۀ شي کېدلی او نۀ یې څوک مني! مګر پۀ جُمهوریت کې چې فقط سر ورپورې وي او تابعیت ولري، هغه نو کۀ هره بلا وه کوای شي چې ولسمشر شي !!! دا نور شرائط یې هم همداسې درواخلئ.
پۀ جمهوریت کې د یوۀ بانفوذه او با رسوخه، مدبر، عاقل او ريښتیني خدمتګار رایه له یوې حرامي او فاحشې نجلۍ، یا فاحش هلک سره ذره توپیر هم نۀ لري؛ نو کۀ چېرې یوې خوا ته د جهان پۀ سطحه ستر او مشهور سړی چې ښۀ متقي او باتدبره عالم هم وي – کاندید شي او بلې خوا ته یو بې دینه خائن او علني زناکار، بیا نو لومړی کس د یوۀ بل ستر سړي یوه رایه واخلي او دغۀ بل ته دوه نور بې پلاره او بې موره رایې ورکړي، نو (د جُمهوریت د قانون پر اساس) بۀ دغۀ عالم خاورې میدان ترې یوسي !!! ځکه چې د دغۀ بل کس یوه رایه پرې زیاته ده! نو بریا خو ظاهراً حق؟! د همدغۀ فاحش کس دی.
مګر پۀ اسلامي قانون کې داسې نۀ ده! رایه شته خو باید د اهل حل والعقد والا کس یو چاته رایه ورکړي، نۀ هره بنډۍ او هر کدو.
خدای دې وکړي چې پوه شوي بۀ واست.
مطلب (جُمهوري اسلامي) نوم یو دروغین شعار دی، چې پرې غلط نۀ شئ.