د غرب اصلي څېره!

دادمحمد ناوک

د #امریکا په اوهایو کې څو ورځې وړاندې یوې ۷۷ کلنې بوډۍ «ډوټي فاوډلې» له خپل ځان سره واده وکړ. دا وايي چې څلوېښت کاله وړاندې يي له یو چا سره واده وکړه له نهه کاله ګډ ژوند وروسته ترې بېله شوه. له هغه راهیسې یوازې اوسي، اوس يي خپل دا تصمیم عملي کړ چې له خپل ځان سره واده وکړي، غرب کې دې ته «#sologamy» اصطلاح کارېږي، چې «Marrying yourself» هم ورته وايي.

د غرب لوېدلي تهذیب د داسې زرګونو نندارو شاهد دی، تر دې بوډۍ وړاندې د «صوفیا» په نوم یوې نجلۍ له ځان سره د واده اعلان وکړ، خو یوه ورځ وروسته يي بیا تصویرونه خپاره کړل چې «طلاق يي واخیست»!

له ونې، بوټو، حیواناتو، مشهورو ځایونو، کورنیو وسایلو او حتی ځان سره واده، په غرب کې د واده هغه مفهوم نه رسوي، چې په په شرقي ټولنو په تېره بیا دیني ټولنو کې پرې باور موجود دی، هلته دا واده، د واده مراسم او د داسې ودونو اعلان یوازې د دې لپاره کېږي چې د غرب په تهذیب کې د اشرف المخلوقات«ښځې» وجود د استفاده‌جويۍ او ساتېري په وروستي حد کې دی، په دې ډول غربي ښځه غواړي، چې غربي نارینه ته د خپلې کرکې شدت ور وښيي؛ هغه نارینه ته چې په نورو ټولنو کې د ښځو د حقونو د پایمالېدو په نامه کلسټر بمونه اورول هم روا بولي.

یوې يي څو کاله وړاندې په واز کومې هغه رسنیو ته چې مایکونه او کمرې يي نارینه‌و ورته نیولې وویل، له دوه سوه ډېرو نارینه‌و سره يي جنسي اړیکې پاللې، خو اوس يي له سپي سره واده کړی او په وینا يي دا سپی تر هغو سلګونو نارینه‌و «شرف لري.»

غربي تهذیب یوازې په زور په نړۍ کې د ځان مطرح کولو په هڅو بوخت دی، خو دا ټکنالوژيکي زور د اخلاقي سیندونو پر وړاندې د شګو بندونه دي چې ډېر دوام نه شي کولی، دا زموږ ایمان دی چې راتلونکی د اسلام دی، چې د ذلت په کنده د ولاړې غربي ښځې تر پښو لاندې به هم جنت موندل کېږي! ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button