تازه خبر : طالبانوله چهادرې وروسته دشتي ارچي ولسوالي ونیوه

له کندز ولایت نه تازه ورکړل شوي راپورونه وایي ددشتي  ارچي ولسوالي دطالبانو  په لاس سقوط شوه او په مکمله توګه دطالبانو لاسته ولویده، په دشتی ارچې ولسوالۍ کې عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي د ولسوالۍ په مرکز چې تیره ورځ ترناوخته پوري جګړه روانه وه نن سهار شاوخوا اووه بجې سقوط شوه او طالبانو ونیوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د دشتي ارچي ولسوالي نیول کیدل تاید کړی،نوموړي زیاتوي د ولسوالي شاوخوا ۱۴ پوستې له تیرې ورځې راهیسې تر سختو بریدونو لاندې وې چې تیر ماښام ۳ پوستې ونیول شوې او د ولسوالي مرکز محاصره وو چې سهار اوه بجې د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په بشپړ ډول ونیول شوې .ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

ددشتي ارچي ولسوالي په داسي حال کې د طالبانو په لاس سقوط کوي چې دوې ورځې وړاندي دکندز بله مهمه ولسوالي چهاردر ه هم طالبانو په مکمله توګه ونیوه.او زیات شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات ولجه کړل.

په کندز کې امنیتي چارواکو او دپارلمان یو شمیر غړو لا له وړاندې ویلي وو چې دکندز یو شمیر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دی. چارواکي وایي که تازه کومک ور ونه رسیږي په نژدې وخت کې به دکندز ښار هم طالبان ونیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button