بېړنی خبر:د پارلمان په ودانۍ ډلیز برید روان دی

له کابل نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي ساعت وړاندې دکابل ښار په دارالامان سیمه کې واقع د پارلمان ودانۍ ته څو تنه وسلوال داخل شوي او په سخته جګړه یې لاس پوري کړی.
له سیمې نه عیني شاهدانو ویلي د پارلمان په ودانۍ کې دسختو او قوي چادونو اوازونه اوریدل شوي، همدا راز په مسلسل ډول دسپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه هم اوریدل کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټیوټر پاڼه لیکلي چې یو شمیر سرښندونکي یې د پارلمان ودانۍ ته به داخلیدو توانیدلي او په میشتو کسانو یې جګړه پیل کړې ده، نوموړي زیاتوي دوي معلومات درلودل چې نن ورځ د وکیلانو لخوا دفاع وزارت ته نومول شوي دفاع وزیر ته دباور رایه ورکړي .
دپیښې په اړه به نور جزیات وروسته په لیکه شي