د کندز فتوحات د امارت لوړ عملیاتی پرستيژ ثابتوي

زخمی افغان

 د هیواد په لراوبر کې د مجاهدینو لخوا د فتحو لړۍ جریان لري، که پرون د دوردوج،جرم او یمګان د فتحو زیري وو نن سبا د کندز د ددوو مهمو ولسولیو چهاردرې او دشت ارچي د فتحو بشارات رارسیدلي.

له  کندز څخه مؤثق راپورونه وایي چې د چهاردرې ولسوالۍ له شاندارې فتحې وروسته د مبارکې روژې په پنځمه ورځ د اسلامي امارت مجاهدین د دشت ارچي ولسوالۍ ته هم ننوتل،او دغه سیمه یي په مکمل ډول د دښمن له شتون څخه تصفیه کړه.

چهاردره او دشت ارچي د کندز ولایت دوه تر ټولو مهمې، پراخې او له نفوسو ډکې ولسوالۍ دي،چهاردره چې د کندز ښار سره  وصل پرته ده،مجاهدین کولای شي له دې موقعیت نه په استفاده د کندز هوایي ډګر تر بشپړ نظارت لاندې وساتي او د هیواد په شمال کې ددښمن یوه مهمه هوایي اډه له فعالیت  څخه بې برخې کړي، له بلې خوا دا ولسوالۍ د کندز په ښار د برید لپاره د خیز دتختې حیثیت لري اوکه  مجاهدین وغواړي له دې استقامت نه په استفاده په  ډیره اسانۍ د کندز مرکز ته داخلیدلی شي.

د تیرو دریو ورځو په ترڅ کې د چهاردرې او ارچي غوندې ددوو مهمو ولسوالیو فتحه ثابتوي چې لله الحمد د اسلامي امارت مجاهدین  دالله تعالی نصرت له ځانه سره لري، له دغو ټاکونکو او اغیزناکو عملیاتو څخه ثابته شوه چې د اسلامي امارت مجاهدین د هجومي  مانور او پیش قدمۍ لپاره پوره  ظرفیت او د لوړې کچې امادګي لري ، د مجاهدینو مورال لوړ دی او په  هرډول شرایطو کې کولای شي  خپله عملیاتي نقشه په بریا سره تطبیق کړي .

په کندز ، بدخشان او د هیواد په نورو سیمو کې د ولسوالیو د مراکزو پرلپسې فتوحات ښيي چې د اسلامي امارت پرمختیایي جهادي پلان په ډیر بریا سره پرمخ ځي،د اشغال په تیرو څو کلونو کې داسلامي امارت جنګي استراتیژي دا وه چې دافغانستان په اطرافي سیمو ، کلیو او بانډو ولکه ټینګه کړي، داطرافو له نابلده او پیچلې جغرافیې څه په استفاده یرغلګر دشمن په دام کې ښکیل او په یوه پراخه فرسایشي جګړه کې یي ستومانه کړي دغه راز د کلیو په نیولو سره له دې سیمو ددښمن د لویو اډو او مراکزو د نیولو لپاره سوق الجیشی استفاده وکړي په تیرو څوکلونو کې کله چې ددرست هیواد په سطحه په اطرافي سیمو د اسلامي امارت سلطه راغله،حکومتي چارواکي له اطرافو وشړل شول او د ولسوالیو او ولایتو په مراکزو کې  کلابند شول، اوس د مجاهدینوپلان دادی چې یو په بل پسې د اداري واحدونو مراکز له دښمن څخه تصفیه کړي، په دې لړ کې موږ وینو چې دعزم عملیاتو له پیل سره د ولسوالیو په سطحه د اداري واحدونو  د فتحو بهیر پیل شوی دی،او د هیواد په لراوبر کې د ولسوالیو مراکزو یو په بل پسې له دښمن څخه نیول کیږي .

دفتوحاتو دغه بهیر که له یوې خوا داشغال ټغر ورټولوي او دم  په دم محکوم اولسونه د بي رحمه غلیم له جبر او حاکمیت څخه خلاصوي له بلې خوا د هیواد په سطحه د سرتاسري ازادۍ روحیه او ولوله پیاوړي کوي، ستومانه اولس ته د استقلال او بشپړ حریت زیری له ځانه سره راوړي، د محکومو پرګنو په شونډو د خوښیو موسکا غوړوي، د اسکیرلي ملت په زړه کې د امید ډیوې روښانوي، او زموږ هغه  خوبونه رښتیا کوي چې یو ځل بیا مو سرلوړی هیواد د کفر او فساد له تور اشغال څخه خلاص او د اسلامي نظام او ملي ازادۍ  په وړانګو منور شي .

هغه ستره ورځ دې سر له اوسه ټولو ته بختوه ر وي !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button