د روژې پنځمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه له پاره دي ، خو روژه زما له پاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم پنځمه تحفه . ستاسو د صحیح ځوابونو په طمع ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

 

پوښتنی :

۱ ـ د قرآنکریم تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟

۲ ـ د قرآن مجید سورتونه چا ترتیب کړي دي ؟

۳ ـ د « سورة » لفظ په قرآن مجید کی څو واره ذکر سوی دی ؟

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی یوه رکوع یې په مکه او بله رکوع یې په مدینه کی نازله سوه ؟

۵ ـ قرآن مجید ته اعراب په کومه سنه کی ورکول سول ؟

۶ ـ په سترګه کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟

الف : یا ؛

ب : هو ؛

ج : مکروه کیږی ؛

د : په روژه کی دغسی اجازه نسته .

۷ ـ که روژه لرونکي مسواک وواهه بیا یې دا ګومان وکړ چی په مسواک وهلو سره روژه ماتیږی ، نو قصدأ خوراک یا څښاک وکړی روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛

ب : روژه یې ماتیږی خو هماغه روژه به پسی نیسی ؛

ج : روژه یې ماتیږی او یوازی قضایی به راګرځوی ؛

د : قضایی او کفاره دواړه لری .

۸ ـ د حشر پر میدان به خلک په کوم نوم راغوښتل کیږی ؟

الف : صرف په خپل نوم ؛

ب : د خپلو پلرونو په نوم ؛

ج : د خپلو ګناهونو په نوم ؛

د : د خپلو میندو په نوم .

۹ ـ رسول الله (ص) په کوم کال کی وزوکېد ؟

الف : دوشنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛

ب : سه شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛

ج : جمعه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛

د : شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کوم اکا د ده د شیدو ورور هم دی ؟

الف : حمزه (رض) ؛

ب : عباس (رض) ؛

ج : حارث (رض) ؛

د : ابو طالب .

 

او دا هم د نن زرین اصل : نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله جل جلاله ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوری بلکی ستاسو زړونو او عملونو ته ګوری (مسلم) .

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button