پر پارلمان دطالبانو ډله ییز برید پای ته ورسېد

په کابل کې پر افغان پارلمان د وسلوالو سرتیرو بریدګرو ډله ییز برید پای ته رسېدلی.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي رسینو ته په خپلو خبرو کې وویل چې پر پارلمان پیل شوی برید د اوو تنو سرتیرو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسېد، هغه زیاته کړه چې په برید کې د پارلمان وکیلانو ته زیان ندی رسیدلی خو ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.
د روغتیا وزارت چارواکو د ۳۱ کسانو ټپي کیدا منلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر پارلمان د نني برید پړه منلي خو تراوسه یې د برید پوره جزئیات او د سرتیرو بریدګرو شمېر د رسنیو سره ندی شریک کړي.
پر پارلمان ننی برید په داسي مهال شوی چې ټاکل شوی وه؛ نن د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانګزي د ولسمشر د دوهم مرستیال له لورې ولسي جرګې ته معرفي شي.
که څه هم افغان حکومت پر پارلمان په برید کې ټول قربانیان ملکي وګړي ښیې خو که دپېښي ځای او حساسیت ته وکتل شي نو د پارلمان نژدې سیمي ته عادي حکومتي چارواکی هم نشي ورتللی، دا لا لیري خبره ده چې هلته دي د عامه خلګو تګ راتګ وي تر څو په بریدونو کې ورته زیان ورسیږي.
عبدالله مدثر