هلمند کې القاح شویو خرماوو حاصلات ډېر شوي

عزم(سه شنبه، ۰۱، چنګاښ ۱۴۰۰): د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د خرماوو ونو د القاح کولو لړۍ ترسره شوې وه، چې په یاد بهیر کې ټولې هغه ونې، چې د عامو خلکو په کورونو، عام المنفعه ځایونو او ځمکو کې القاح شوې، چې حاصلات یې ور سره ډېر شوي دي.
د دې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرماوو ونو بڼونه یې لرل د خرماوو ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي د خرماوو هغه ونې چې، په تېرو کلونو کې عملاً القاح شوي دي حاصلات یې ښه شوي دي.
د دوی په خبره تر دې مخکې د خرماوو دغه ونو حاصلات نه ورکول او وروسته تر دې چې دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو نو ورسره د خرماوو ونو حاصلات هم ښه شول.
له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خرماوو کرکېله پیل شوې ده، چې تر دې مهاله یې په هلمند، ننګرهار، نیمروز، لغمان، خوست، فراه، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې ښه پایله ورکړې ده او هر کال ترې لسګونه ټنه د خرماوو حاصلات راټولېږي.
د کرنې وزارت وايي، په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې د خرماوو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا کړي.