طالبان: رسنۍ باید روان وضعیت په رسمیت وپیژني؛ ولس ته دې حقایق په ډاګه کړي

عزم،سه شنبه،۱ چنګاښ، ۱۴۰۰):طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې د هیواد د روان وضعیت په هکله د رسنیو پر چوپتیا نیوکې کړې او پر هغوی یې غږ کړی چې: «رسنیز بنسټونه دې د هیواد د روان وضعیت په اړه په واقعیتونو ولاړ خبري او تحلیلي راپورونه هیوادوالو ته وړاندې کړي»
طالبانو په وروستیو ورځو کې د لسګونو ولسوالیو نیول کیدو، د زرګونو عسکرو تسلیمي او د پراخو پوځي تجهیزاتو نیول کیدو په هکله د رسنیو چوپتیا ننګولې او زیاته کړې یې ده چې« دغه فتوحات او تحولات لکه څومره چې پراخ، ژور او مهم دي، نړیوالو رسنیو او کورنۍ میډیا په هغه کچه ارزښت نه دی ورکړی او نه یې په کماحقه ډول په خپل خبري او تحلیلي پوښښ کې رانغښتي دي. ښایي د کابل ادارې د چارواکو غوندې اوس یو شمیر رسنۍ هم هڅه کوي په حقائقو د سترګو په پټولو سره د هغوی د نفی او انکار کوښښ وکړي.»
سرمقاله وړاندې وایي، د روان وضعیت په هکله چې هرڅه یې مستند هم نشریږي، “مغرضې رسنۍ” داسې چلند لري لکه هیڅ هم چې نه وي پیښ شوي.
طالبانو ویلي: «که دغه رسنۍ فکر کوي چې د حقائقو لمر ته به نقاب ورواغوندي او په دې ډول به عامه اذهان تیر باسي نو دا خوب دې اوبو ته ووایي. نور هغه وخت تیر شوی چې دوی حقائق تحریف کړي. ځکه دا ځل د تحول او جهادي انقلاب حجم دومره ستر او پراخ دی چې تحریف یې د رسنیو د وس خبره نه ده.»
طالبانو رسنیزو بنسټونو ته سپارښتنه کړې ده چې باید حقائقو ته تسلیم شي او روان وضعیت په رسمیت وپیژني،« رسنۍ نه شي کولای تر ډیره وخته اوسنۍ ګونګه پالیسي جاري وساتي، ځکه خلک له دوی څخه بالاخره د هغه وضعیت په اړه معلومات غواړي کوم چې جاري دی او ولس یې د سر په سترګو ویني.»
طالبانو ټینګار کړی چې دوی پر حقائقو ولاړه اطلاع رساني مهمه ګڼي او له همدې امله یې همیشه له رسنیو سره خپله همکاري جارې ساتلې، د پیښو او تحولاتو په اړه یې همیشه په خپل وخت معلومات ورسره شریک کړي دي، تر څو هیوادوال له جاري وضعیت څخه باخبره واوسي.
سرمقاله کې پر ټولو رسنیزو بنسټونو غږ شوی چې « د حقایقو د سیلاب پر وړاندې دې د شګو بندونه نه جوړوي، باید خپل مسؤلیت ته په پام سره د حالاتو حساسیت درک کړي، دغه پراخ تحولات باید تر خلکو ورسوي، حقائق لکه څنګه چې پیښیږي هماغسې یې بیان کړي، د مشهودو حوادثو او تحولاتو په اړه خاموشي اختیار نه کړي، ځکه واقعیتونه د هیچا په خاموشۍ نه بدلیږي او نه یې اغیز له منځه ځي.»
د یادونې وړ ده چې طالبانو تیرو ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۲۴ولسوالۍ له دولتي ملیشو تصفیه کړې، خو ځینو مشهورو دولت پلوو رسنیو یواځې د هغو ولسوالیو خبرونه ورکړي، چې د کابل حکومت یې د بیرته نیو ادعا کړې ده
دا په داسې حال کې ده چې دولتي چارواکي او ځینې بهرمیشتي خبریالان په پرلپسې توګه د روان وضعیت په هکله د رسنیزو بنسټونو د غږ خفه کولو هڅه کوي او پر وړاندې یې ګواښوونکې اعلامیې خپروي.