دکورنيو چارو وزارت په پلاستيکي توپکو بنديز ولګاوه

Picture2

کابل(عزم:چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ٩٤) وروسته له هغې چې په هېواد کې روغتونو او د روغتيا وزرات په کوچني اختر کې د شاوخوا ۱۵۰ هغو کوچنيانو دټپې کېدو خبر ورکړ چې په اختر کې د لوبو په توپکونو ژوبل شوي وو،د کورنيو چارو وزارت په هېواد کې د لوبو د ټوپکونو په استعمال بندېز ولګاوه.

د کورنيو چارو وزرات وياند صديق صديقي د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وويل چې پوليسو ته امر شوی چې په هېواد کې د لوبو د توپکونو د خرڅلاو مخه ونيسي،نوموړي دا هم وويل چې په دې اړه به له سوداګرو سره هم ګوري څو دغه توکي هېواد ته وارد نه کړي.
نوموړي دخپلو خبرو په اوږدو کې وويل  چې تر اوسه يوازې ۱۱۶ تنه د کابل ولايت په روغتونو کې ددغو توپکونو له امله ټپيان پراته دي چې ډیری يې په سترګو لګيدلي دي.
د يادونې وړ ده چې په اخترونو کې د پلاستيکې توپکونو استعمال دود دی خو په تېر کوچني اختر کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې ددغه ډول ټوپکونو استعمال نور هم زيات شوی و چې له امله يې ګڼ شمېر ماشومان ټپيان کړي دي.
ځينې خلک په دې اند دي چې په هېواد کې دمخ په زياتېدونکو سريالونو د نندارو له امله چې په هغو کې هم د ټوپک استعمال تر سترګو کيږي ددې لامل شوی چې په هېواد کې ماشومان او تنکي ځوانان د هغو فلمونو تمثيل په عام ژوند کې وکړي نو ځکه يې دغه پلاستيکې توپکونو ته لاس غځولی.
د پخواني ولسمشر حامد وياند وحيد عمر په خپله فيسبوک پاڼه کې د کورنيو چارو د وزارت په پلاستيکي وسلو بنديز ستايلی او دا يې يو نیک ګام بللی دی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button