د خاص اورزګان د شورا مشر ووژل شو

(عزم: چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۹۴) ملک عباس خان چې د خاص اوروزګان د سیمیزي شورا مشر ؤ ؛ د طالبانو له لوري نیول شوی و .
د یادي ولسوالۍ ولسوال عبدالکریم کریمي رسنیو ته ویلي : کله چې پولیسو د ملک عباس د موندلو په لټه عملیات پیل کړل ، نوموړی د طالبانو له لوري وژل شوی و ، او مړی یې یی نن سهار 9 بجې ولسوالۍ ته څیرمه د شهیدانو په سیمه کې وموندل شو.
ویل کیږی چې نوموړی ملک د خاص اوروزګان د شورا مشر وو چې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ترڅنګ یې دنده پر مخ بیوله او طالبان له ډېره وخته د نوموړي په لټه کې و .
خو د طالبانو سرچینو تر دا مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلی .