فاریاب کې سرتیري برید ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولي

(عزم :چهار شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۹۴)

څو شېبې وړاندي د فارياب په آلمار ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه ووژل او لسګونو نور يې ټپيان کړل.

راپورونه وايي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې پاوکم دوولس بجې د المار ولسوالۍ بازار کې وشوه.

د المار ولسوالۍ امنيتي مسؤولين وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې، چې له امله يې تر اوسه لس تنه وژلي او شاوخوا پنځه څلوېښت تنه ټپيان دي.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي، چې چاودنه د نظامي مسؤولينو په منځ کې شوې، مګر د پېښې قربانيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د چاودنې مسؤولسيت تر اوسه چا نه دی منلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button